د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي دافغانستان سره دپولې شخړه هواره شوېده


اسلام آباد کې د اوونيزې خبري غونډې دوران د پاکستاني خارجه دفتر وياند اعزاز احمد چوهدري وویل، پاکستان غواړي چې د افغانستان امنيت لړ کې د ټولو ډلو سره خپله مرسته او ښه رويه جاري وساتي.

نوموړي وویل په تیرو ورځو کې په پاک افغان پوله درامخې ته شوي کړکېچ باوجود، د پاکستان او افغانستان ترمنځه اړیکې ښې دي، او په دې لړ کې تیرو ورځو کې يو افغان پوځي پلاوي د پاکستان سفر هم کړی و چې په خبرو کې دده په وینا د ګوشتې معامله ختمه کړای شوېده.

ده زياته کړه ، پاکستان په دې يقين لري چې په شریکه پوله جوړې شوې امنیتي پوستې دهر قسمه ناوړه هڅو شنډولو لړ کې ډېر اثرناک کردار ترسره کوي.

پاکستان کې د شویو ټولټاکنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د وياند وينا وه چې د دې ټولټاکنو د څار دپاره د ټولې نړۍ نه تر درې نيم سوو زيات څارونکي راغلي وو چې پکې زياته شمېره د يورپي يونېن د خلقو وه او دوی د ټولټاکنو په پای کې خپل ابتدايي بيان هم جاري کړی دی چې پکې پاکستان کې د جمهوريت د ودې او دې لړ کې د پاکستاني عزم ستائنه کړې شوېده.

د ده په خبره دغه پلاوي د نګران وزيراعظم او خارجه سکرتر سره هم ليدلي دي.اعزاز احمد چوهدري زياته کړه چې د پاکستاني ولسمشر په بلنه به د چېن وزيراعظم د روانې مياشتې په دوه ويشتمه او درې ويشتمه نېټه د پاکستان سفر کوي، چې د وزيراعظم منصب ترلاسه کولو وروسته به د ده پاکستان ته لومړی سفر وي
XS
SM
MD
LG