د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران ، نواز ته د ترهګرۍ په ضد د ګډې مبارزې ډاډ



احمد شاه اعظمي
ټايمز ورځپاڼه ليکي، که څه هم د عمران خان ګوند پاکستان تحريک انصاف د پاکستان په اوسنيو تر سره شوو ټولټاکنو کې ماتې وخوړه خو د هيواد په بې وزله او ترهګرۍ ځپلې صوبه خېبر پښتونخوا کې یې تر ټولو زياتې چوکۍ وګټلې.


د پاکستان په ټولټاکنو کې د ګټونکې ګوند مسلم ليګ نواز ډلې له مشر نواز شريف سره تر ليدو وروسته عمران خان ويلي چې په خېبر پښتونخوا کې به د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې له مرکزي حکومت سره په ګډه کار کوي او دا سيمه به د سولې او آرامۍ پر لور بيايي.

نومړې دا خبره تر هغه وروسته کړې کله چې نواز شريف وويل چې په خېبر پښتونخوا کې تر ټولو زياتې چوکۍ تر لاسه کونکی ګوند حق لري چې په صوبه کې حکومت جوړ کړي.

عمران خان د چارشنبې په ورځ وويل چې که څه هم له نواز ډلې سره اختلافات لري خو د ترهګرۍ په ګډون به د هيواد د لويو ستونځو د حل لپاره په شريکه کار کوي.

نومړي زياته کړه چې دی باوري و چې په خېبر پښتونخوا کې به حکومت جوړوي او دا ځپل شوې او نا آرامه صوبه به د هيواد د نورو سيمو لپاره يو غوره نمونه ګرځوي.

ټايمز ورځپاڼه ليکي، د پاکستان خېبر پښتونخوا صوبه د هيواد له نيمه خپلواکې قبايلي سيمي سره پوله لري چې د زياترو وسله والو کور ګڼل کيږي.

ور ځپاڼه د يو پاکستاني شنونکې رضا رومي له خولې ليکي، عمران خان به په خېبر پښتونخوا غوندي لانجمنه صوبه کې به عمران خان د مرکزي حوکمت له مرستې ونه کولای شي چې خپلي کړي ژمنې سر ته ورسوي.

د بېلګې په توګه عمران خان د ډرون بريدونو درولو او او د ترهګرۍ په ضد له جګړې څخه د راوتلو ژمنه کړې ده خو د دې دواړو پرېکړه به مرکزي حکومت کوي.

ورځپاڼه ليکي، که څه هم نواز شريف د عمران په څېر د سي آی اې د ډرون پروګرام مخالفت څرګند کړی دی او له طالبانو سره يې د سولې د خبرو اترو ژمنه کړې ده خو له امريکا سره د همکارۍ په برخه کې د خپل سيال په پرتله له زيات نزاکت څخه کار اخلي.
XS
SM
MD
LG