د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمرود کې د ناټو په کاروان برید یو ډرایور ووژل شو


فرهاد شینواری
د خیبر ایجنسۍ د خاصه دارو ځواکونو یو لاین آفیسر خانداد آپریدی نن پنجشنبې مشال راډیو ته ویلي، دی چې نن غرمه د جمرود په غرییزه سیمه کې د افغانستان نه د ناټو ځواکونو پوځي سامان د پیښور ته وړونکو ګاډو باندې نا څرګنده وسلوالو ډزې وکړې چې په نتیجه کې يې یو ډرایور ووژل شو.


امنیتي چارواکي وایي ددغې پیښې پلټنې یې پیل کړي دي، خو تراوسه پوري یې لا تر دې دمه څوک نه دی نیولی، او د دغې پیښې پړه لا تر دې دمه چا په خپله غاړه نه ده اخیستې.

یاده دې وي چې په تیرو وختونو کې هم د خیبر درې په دې لاره پرله پسې په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو له پاره سامانونه او تیل وړنکې ګاډی او ډرایوران د وسلوالو له خوا په نښه شوی دی،او په دې وروستیو کې هغه ګاډی هم وسلوال په نښه کوی چې کوم د افغانستان نه واپس د ناټو ځواکونو سامانونه پیښور په طرف وړی.

په طورخم پوله د کسټم کلیرنګ ایجنټان وایي چې تر دې دمه په لسګونه ګاډو کې د طورخم نه پیښور په طرف د ناټو سپلایې سامانونه وړل شوي دي، او د طورخم پولیټیکل چارواکي وایې چې دوی ورته تر خپله وسه پورې سیکورټي ورکوی.
XS
SM
MD
LG