د لاسرسي ځای

تازه خبر

دانګریزانو له خوا د ټاکل شویو پولو په سر ناندرۍ


پلس مجله په یوه مقاله کې لیکي، دافغانستان او پاکستان ترمنځه د ډیورنډ د کرښې مسله د هند لپاره داسې یوه توره ده چې دواړه خواو ته پریکول کوي. یعنې دا مسله که یوې خوا ته افغانستان کې هند ته په پاکستان برلاسي توب ورکوي، نو بلې خوا ته د هند هغه دریځ کمزوری کوي چې دا هېواد یې د چین سره هم دغه ډول دیوې لانجمنې کرښې په سر لري.


مجله لیکي، پاکستان د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱م کاله پورې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت به موجودګۍ کې ډېر نفوس لرلو خو چې کله امریکا د طالبانو حکومت نسکور کړو نو دهغې راهیسې هند افغان حکومت سره تعلقات ډېر مضبوط کړي چې پاکستان ورته ډېر د شک په سترګه ګوري. او په دې ورسیتو کې د افغانستان ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستان امنیتي ځواکونو ترمنځه نخښتو ددغو دواړو هېوادونو تعلقات لا نور کړکیچن کړي دي.

مجله زیاتوي د ډیورڼد کرښه چې د پاکستان د جوړیدو نه مخکې په هند کې د برتانیا حکومت را کښلې وه، افغانستان یې د دوه ملکونو ترمنځه دنړیوالې پولې په توګه نه مني او په وار وار یې د خپل دې موقف څرګندونه کړې ده خو پاکستان وايي دا یوه مستقله سرحدي پوله ده او ددې مسلې په لټولو به نورې شخړې راپورته شي.

د مجلې په وېنا دافغانستان او پاکستان ترمنځه کړکیچن تعلقات د هند په ګټه ګڼل کیږي او ښکاري داسې چې په دې مسله کې به هند دافغانستان د موقف مرسته وکړي. خو بلې خوا ته هند د چین سره هم دغه راز د میک موهن نومې یوې کرښې په سر تنازعه لري چې پکې بیا هند ددې برعکس دریځ لري. یعنې د میک موهن کرښه هم د برتانیا سامراجي حکومت د موجوده هندوستان جوړیدو نه وړاندې راښکلې او چین یې د مستقل نړیوال سرحد په توګه نه مني خو هند وايي هم دغه پخه نړیواله پوله ده.

دي پلس مجله په آخر کې لیکي، هندوستان په افغانستان کې یو شمیر پرمختیايي منصوبې ترسره کړي او د ۲۰۰۱م کال راهیسې یې دې هېواد سره د ۲ بلینه ډالره نه زیاتې مرستې کړي، خو د مجلې به وېنا دا مرستې هم تر دې حده جاري وي او د پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په سر تنازعه کې به هند د افغانستان سره واضحه ملاتړ ونکړې شي، ځکه چې دې سره به سیمه کې دهند هغه موقف کمزوری کیږي کوم کې چې دا هېواد د چین سره دمیک موهن نومې سرحدي کرښې په هکله لري، یعنې که د ډیورنډ کرښه برتانوي سامراج را کښلې او د پاکستان د جوړیدلو سره یې حثیت ختمیږي نو دغه راز میک موهن کرښه هم برتانوي سامراج راکښلې او د هندوستان جوړلو سره به یې حثیت ختمیږي کوم چې به د هند په تاوان تمامیږي.
XS
SM
MD
LG