د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني : ۷ طالبان وژل شوي ۱۰ ژوندي نیول شوي



دافغانستان د غزني ولایت سيمه ييز چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو له تېرو دوو ورځو راهيسې د غزني په دهيک ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي وو، چې په پايله کې يې اووه تنه طالب وسله وال وژل شوي او لس نور ژوندي نيول شوي دي.


دوی وايي، دغه عمليات د دهيک ولسوالۍ په روزي کلا او علي کلا سيمو کې شوي دي.
د دهيک ولسوال فضل احمد ټولواک وايي، په عملياتو کې يو شمېر طالب وسله وال ټپيان شوي دي، خو کره شمېره يې نه ده ورته مالومه.

دی وايي، په عملياتو کې افغان ځانګړو ځواګونو او عامو وګړو ته هيڅ ځاني زيان نه دی اوښتی.

(( افغان خاص ځواکونه چې له کابله راغلي وو، په دهيک ولسوالۍ کې يې عمليات کړي دي، د عملياتو په نتېجه کې اووه طالبان وژل شوي او تقريبا لس، يوولس يې ژوندي نيولي دی، په دغو عملياتو کې افغان ځانګړو ځواکونو او عامو وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.))

وسله وال طالبان وايي، تر اوسه په دې اړه مالومات نه لري.

شاو خوا درې اوونۍ وړاندې په دهيک ولسوالۍ کې طالبانو د يو قومندان په ګډون شپږ تنه سيمه ييز پوليس وژلي وو.
XS
SM
MD
LG