د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل ځانمرګې حمله وغندله



دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د زیارت په ورځ په کابل کې ترسره شوې ځانمرګي حمله وغندله.په دې حمله کې چې د کابل په شاشهید سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په خوا کې ترسره شوه دایساف د دوو غړو او څلور ملکي قراردادیانو په ګډون شپږ کسان ووژل شول او شاوخوا پنځه دیرش نور ژوبل شول.

حامدکرزي ددغې برید په غندلو سره وویل ، ترهګرو اود افغانستان دامن دښمنانو داستوګنې سیمه برید ترسره کړی چې د ماشومانو په ګډون ورکې ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې وړاندې د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي څیړنو رییس جنرال ظاهر له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دې پیښې ډیر قربانیان ملکیان په تېره بیا ماشومان دي.

((د ټپیانو شمیر خو زیات دی ځکه چې دا د هستوګنې یوه سیمه وه تر اوسه پورې مونږ ته له روغتونونو څخه د 35 ټپیان راپور راغلی او په دې پیښه کې شپږ تنه وژل شوي هم دغو روغتونونو ته وروړل شوي دي.))


بل پلو ایساف د زیارت په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دکابل ښار په دې چاودنه کې ددوی دوه غړي او څلور ملکي قراردادیان وژل شوي دي. ایساف د خپلې پالیسۍ له مخې د وژلو شویو کسانو هويت د ښکاره کولو نه ډډه کوي.

د حزب اسلامي وسلوالې ډلې ددې حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی.

بل پلو ،د پکتیکا چارواکي وایي، چې د دې ولایت د سروبي ولسوالۍ په بازار کې نږدې ۱۰ بجې ځانمرګی برید شوی چې په پایله کې یې نهه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پکتیکا ولایت امنیه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران وویل حمله یوه ځانمرګي بریدګر چې په ځان پورې یې چاودیدونکي توکي تړلي وو، کړې ده.

دی وایي په دغه پېښه کې د سروبي ولسوالۍ دولت پلوی قومي مشر او د ولسوالۍ د انکشافي شورا ریس شیر زمان سره د دوو نورو ملګرو ټپیان شوي دي.

نوموړی وایی په دغه پېښه کې د ښار یو تن دوکاندر وژل شوی او څلور عام کسان ټپیان شوی.
د دغې پېښې مسولیت تر دی دمه چا نه دی منلی، خو په سیمه کې ډېر وخت دولت پلوي قومي مخور د وسله والو طالبانو له خوا په نښه او وژل کېږي.
XS
SM
MD
LG