د لاسرسي ځای


نن د پنجشنبې په سهار د کابل د شاه شهيد سيمې په دويم سړک يوي ځانمرګی بمي چاودنی لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


چارواکي وايي چې د ځان مرګي برید هدف د سيمې نه تيريودونکي د ايساف ځواکونو يو کاروان وو او زياتوی چی په وژل شوو کی دوه بهرنيان هم دي.

بل خوا د کابل د امنيی د قوماندانې مرستيال داود امین وایي چې د دغي چاودني له امله د ولسي جرګي د يو غړي ګل باچا مجيدي کور ته او په سيمه کې د يو بانک ودانې ته هم زيان رسیدلی دې.

تر دې مهاله ددې بريد پړه کومي وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخستي.

په داسې حال کې چې ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه نړیوال ځواکونه ووځي، د وسله والو لخوا په بریدونو کې زیاتوالې راغلي چې له امله يې د خلکو اندیښنې راپاریدلي دي.
XS
SM
MD
LG