د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل کې د اوبو رسولو ریاست فلج دی



سيد شاه
د زابل اوسېدونکي وايي، دوه کاله وړاندې په دغه ولايت کې د اوبو رسولو رياست د ولايت په مرکز کې د اوبو ځينې پايپونه غزوولي، خو وايي، له هغه راهيسې بيا نه چا د دغه رياست کوم کارکوونکی ليدلی او نه یې هم په پايپونو کې پاکې اوبه تېرې شوې دی.


دوی وايي، اوس د زابل له ډېرو اوسېدونکيو څخه بېخې دغه رياست هېر شوی دی.

د زابل اوسېدونکي وايي، له تېرو دوو کالو راهيسې په دغه ولايت کې د اوبو رسولو رياست بېخې فلج دی او اوس د دغه ولايت له ډېری اوسېدونکيو هم هېره ده، چې يو وخت يې د اوبو رسولو په نوم کوم رياست درلود که نه.


دوی وايي، دوه کاله وړاندې د اوبو رسولو رياست په ښار کې ځينو سيمو ته پايپونه وغزول او خلکو ته يې تمه ورکړه، چې له دې وروسته به يې تر کوره پورې پاکې اوبه په نل کې ورځې. خو وايي، له هغې ورځې را په دې خوا يې بيا داسې څوک نه دی ليدلی چې وودې وايي، زه د اوبو رسولو په رياست کې کار کووم.

د زابل د ځينو اوسېدونکو په خبره، هغه وخت يې د پايپونو د غزولو او اوبو لپاره پيسې هم تحويل کړې دي.

خو وايي، اوس دا دی نلونه پرته له دې چې کله اوبه پکې تېرې شي خراب شوي، او د تحويل شويو پيسو درک يې هم نه دی مالوم چې چا وړې دي.

د خيال محمد او رحمت الله په نامه د زابل دوه تنه اوسېدونکي وايي، دا مهال د زابل ځينې اوسېدونکي بېخې د اوبو رسول رييس او رياست نه پېژني.

"په خپله خو يې بېخې په اداره نه يو خبر چې شته که نه هم داسې څوک پېژنو چې دی دې د اب رسانۍ رييس وي، بس دغه چټلې اوبه دې څښو يې او چای ځنې پخوو، چې له امله يې هر وخت زموږ ماشومان ناروغان وي، د زابل خلک له سخت مشکل سره مخ دي."

"خلکو پيسې تحويل کړې دي. خو فی الحاله نه د اوبو رسولو رييس او نه يې هم کوم بل داسې مسوول مالوم دی، چې خلک يې وپېژني او ورڅخه پوښتنه وکړي. موږ په خپله اوس اوبه له لاسي نلکيو څخه راوړو، بس د اوبو رسولو د رياست د نه فعاليت او د برق د نه شتون له وجې له سختو مشکلاتو سره مخ يو."

د نصيب الله په نامه د زابل يو بل اوسېدونکی وايي، دا مهال د کلات ډېری اوسېدونکي له ډېرو لېرې ځايونو څخه د څښلو اوبه په بوشکو کې راوړي.

دی وايي، د نل د اوبو له نېستۍ ځينې کسان د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لري او د چټلو اوبو د څښلو له امله يې بيا د کورنيو غړي په بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.

"دوه دوه نيم کاله کېږي چې د اوبو رسولو رياست بلکل فلج دی، اداره يې بنده ده، دوه کاله مخکې د اوبو نلونه ځينو کورونو ته ور کش شوي دي خو تر اوسه اوبه نه دي پکې راغلې. اوس موږ له برمې يا نورو ځايونو څخه اوبه راوړو. هغه ډېرې لېرې هم وي او ماشومان هم ناروغه کوي، که دوی دغه نلونه فعال کړي له غټه غمه به خلاص شو."

خو د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار بيا دا نه مني چې خلکو دې د اوبو رسولو رياست ته د اوبو لپاره پيسې تحويل کړې وي.

دی وايي، دغه رياست تصدي ده، او له تېر يو کال راهيسې يې له همدې امله کارونه بند دي، چې خلکو بيلونه نه تحويلول.

"په دې کې شک هم نه شته چې کارونه يې بند دي، خو هغه تصدي ده، د دې پر ځای چې خلکو پر کورونو ايښودل شوې پيسې ور کړې وای او دا اداره پسې چلېدلې وای، خلکو سرچپه خپل بيلونه ور نه کړل. دوی پنځه اويا کورونو ته اوبه ورکولې خو چې خلکو پيسې تحويل نه کړې، لا امله يې دغه اداره نه شي کولای چې خپلو مامورينو ته معاشونه ورکړي. اوس به يې يو کال پوره کېږي چې کارونه يې بند دي."

د زابل ځينې خلک په کورونو کې د څښلو لپاره د اوبو څاګانې هم لري، خو له هغوی څخه بيا د برېښنا د نېستۍ له امله اوبه نه شي را ايستلای.

په دغه ولايت کې دا درېيمه مياشت ده، چې چا دولتي برېښنا په سترګو نه ده لېدلې.
XS
SM
MD
LG