د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې بمي چاودنو ۱۱تنو ته مرګ ژوبله اړولې


بازمحمد عابد
نن چهارشنبې سهار شاه و خوا اته نيمې بجې په جلال اباد کې دوه پرله پسې بمي چاودنو يو تن وژلی او لس تنه يې ژوبل کړي دي.


لومړی بمي چاودنه د جلال اباد ښار شيرزي لوبغالي مخې ته نن سهار اته نيمې بجې رامنځته شوه کله پوليس او ولسي وګړي د مرستې لپاره د پيښې ځای ته ورغلل، دويمه بمې چاودنه هم رامنځته شوه چې له امله يې يو تن پوليس وژل شوی او د يو تن پوليس په ګډون په کې لس تنه ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا ريس بازمحمد شيرزاد وايي چې په ژوبل شويو کسانو کې ماشومان هم شامل دي، نوموړی وايي.

(( زموږ شفاخانې ته يوولس تنه ژوبل راوړل شوي وو چې په هغې کې د يو تن پوليس حالت نازک و او په شهادت ورسيدو.او لس تنه موږ سره زخميان دي چې ۹ تنه يې ملکي وګړي دي.چې ماشومان هم په کې شامل دي. د نورو زخميانو حالت د تشويش وړ نه دی ډاکترانو ورسره خپل کار شروع کړی دی.))

د پيښې يو تن ژوبل چې د کندهار ولايت سره تعلق لري او د ننګرهار د والي ګل اغا شيرزي د دفتر له همکارانو څخه دی، د خپلو سترګو ليدلی حال مشال راډيو ته وايي:

(( لومړی چاودنه د لوبغالي په دروازه کې وشوه. موږ څو تنه انډيوالان کمک ته ورغلو او چې هلته ورسيدو بله چاودنه وشوه. يوه چره په ما هم راغله خو له صدرۍ او جامو څخه مې ووته او په لاس يې زخمي کړم. د دواړو چاودنو تر منځ پنځه دقيقې فرق و.))

و مو غوښتل چې د پيښې بشپړ جزيات له امنيتي چارواکو څخه واخلو خو له ډېرو هڅو وروسته هم بريالي نه شو.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه ټيلفوني پيغام کې د پيښې مړه منلې او وايي چې څلور تنه پوليس يې وژلي او اته تنه يې ژوبل کړي دي.
XS
SM
MD
LG