د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې پوځي څارنوالۍ ته نوې ودانۍ جوړه شوه



نجیب الله الوخیل
د سه شنبې پر ورځ په خوست کې پوځي څارنوالي، چې پخوا يې د امنیه قوماندانۍ په ودانیو کې په یو کانټینر کې يې خپلې چارې پرمخ بیوې، د ملي امنیت ریاست په ودانیو کې د امریکا د متحده ایالتونو د قانون دواکمنۍ دادرې په مالي مرسته ورته نوې او مجهزې ودانۍ چې په پرمختللو او عصري تخنیکي وسایلو سمبالې دي، جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


پوځي څارنوال رسول خپلواک دودانیو د پرانیستې په مراسمو کې وویل،چې په دې سره به يې په کارونو او اجرااتو کې ښه والۍ رامنځته شي:

((عدلي او قضايي ادارې په خوست کې ستونزې لري، له هغې جملې څخه موږ هم څه ناڅه ستونزې درلودې، خو ستونزې مو ددې ودانیو په افتتاح سره کمیږي،دا ودانۍ د امریکا حکومت د قانون دواکمنۍ دادرې په مالي لګښت جوړه شوې چې ورته کورودانۍ وایو،د یو لک پنځه دیرش زره ډالرو په معادل دا ودانۍ جوړه شوه، دا پنځه دفتري خونې لري،یو د کمپیوټر خونه لري،نور وسایل او تجهیزات يې هم ډیر مډرن او پرمختللي دي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي،چې د پوځي څارنوالۍ د نویو ودانیو د پرانیستې په مراسمو کې يې برخه درلوده وویل،چې پخوا نظامي څارنوالۍ په یو کانټینر کې فعالیت لاره، ده وویل په دې کې به په ځانګړي ډول د هغو کسانو دوسیې څیړل کیږي،چې په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس ولري:

((تاسو چې کوم تعمیر نن وینئ چې موږ افتتاح کړ،دا دملي امنیت دڅارنوالۍ تعمیر دی،دڅوکالونو راپدیخوا دوی خپلې چارې په یو کانټینر کې پرمخبیولې،خوشبختانه نن چې دا تعمیر په ډیر اساسي شکل جوړ شوی دی او پدې تعمیر کې چې ددوی ټول ضرورتونه په کې رفع کیږي،پدې کې به له نن وروسته دوی دلته دندې ترسره کوي،دوی به په ډیر ښه امنیتي او اطمینان په فضاء کې به خپلې چارې پر مخ بیايي،دا به دخوست ولایت دامنیت په برخه کې ډیر ګټور تمام شي،دا به دهغو عناصرو په مقابل کې چې تروریستي پلانونه لري او دوی دقانون منګولو ته ورسپارل کیږي،دا يې بهترین مرکز دی چې له دې ځای نه به دوی دقانون منګولو ته سپارل کیږي،تر محکمې پورې به دهغوی دوسیې څارل کیږي او بالاخره جزاء ته به هغوی راکش کیږي.))

په یادو مراسمو کې د خوست د استناف محاکمو رئیس عبدالتواب درسنیو د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په اوسني وخت کې د عدلي او قضايي اداروپه چارو کې بهتري راغلې او که څوک ناقانونه کارونه یاپه اجرااتو کې ځنډ ویني نو ده سره دې تماس ونیسي:

((چا سره چې شکایت وي زه حاضریم ماته دې خپل شکایت ووايي،هغې ته به د قانون په رڼا کې ځواب وایم او له څارنوالانو نه مې هم دا غوښتنه ده چې په ښه کیفیت سره خپلې دوسیې ترتیب کړي او والي صیب مې نه دا خواست دی، چې لږې هلې ځلې دې وکړي یو نوی څارنوال دې موږ ته راولي.))

د یادونې وړ ده په دې وروستیو د امریکا حکومت د قانون دواکمنۍ د ادارې په مالي لګښت د خوست په محبس ،محاکمو او عدلي ارګانونو کې یو شمیر نوې ودانۍ جوړې شوي او یادې ادارې په نویو وسایلو او تجهیزاتو سمبالې شوي دي.
XS
SM
MD
LG