د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کردي ياغيانو لومړۍ ډلې ترکيه پرېښودل


د کردي ياغيانو لومړۍ ډلې له ترکيې سره د سولې تر تړون وروسته دغه هيواد پرې اېښی او د عراقي کردستان حرور سيمې ته رسېدلې ده.


د کردستان د کارګر ګوند يا پي کې کې دغې کوچنۍ ډلې ته نن سهار په عراق کې د ميشتو ملګرو لخوا هرکلی وويل شو.

پي کې کې له ترکيې سره د خپلې قامي مبارزې په لړ کې ۲۹ کاله جګړه وکړه چې په ترڅ کې يې د ۴۵۰۰۰ خوا و شا کسان ووژل شول خو اوس له ترکي چارواکو سره تر جوړجاړي وروسته دغه جنګيالي عراق ته ځي.

د روان کال د مارچ په مياشت کې د ترکيې په زندان کې د پي کې کې بندي مشر عبد الله اوجلان د سولي د تړون او د خپلې ډلې څه باندي ۲۰۰۰ جنګياليو ته د ترکيې پرېښودلو امر وکړی. دوی پر پوله د سختو غرونو له لارې د عراق د کردستان په خپلواکه سیمه کې خپلو پټڼ ځايونو ته پر پښو اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG