د لاسرسي ځای

نواز شریف:د ترهګرۍ د مخ نیوي لپاره به قامي پالیسي جوړوو



احمد الله
د پاکستان مسلم ليګ ن مشر ميا نواز شريف وويلي دي چې موجوده وخت کې پاکستان د ترهګرۍ، امن و امان خراب صورتحال، معيشت، کرپشن او بې روزګارۍ چيلنجونو سره مخ دې او زموږ کوښښ به وي چې دې چيلنجونو په ښه شان مقابله وکړو.


د تيرې دوشنبې پر ورځ غير ملکې مطبوعاتو سره خبرو کې ميا نواز شريف وويل
(( په ترهګرۍ قابو موندلو له پاره به قامې پاليسي جوړوي او ملک کې ترهګرۍ خاتمولو له پاره به ملګرې ملکونو نه مرستې هم اخلې
ميا نواز شريف وويل چې هند سره تعلقاتو کې ښه کولو لپاره هندي وزيراعظم من موهن سنګ ته به د وزيراعظم سوګند پورته کولو په دستوره کې د ګډون بلنه هم ورکوو.))

د امريکې سره تعلقات پحقله د نوازشريف وينا وه چې نه صرف دواړه ملکونو ترمينځه تعلقات نور ښه کولو لپاره به ‎ّّهڅې کوو بلکه امريکه به په ډرون حملو ودرولو هم قايله کوؤ ځکه چې دا حملې زموږ د خودمختارۍ په ضد دي .

د افغانستان نه د ناټو پوځونو د وتلو ورستو صورتحال پحقله د نواز شريف وينا وه چې ترکوم حده ممکنه وي په افغانستان کې امن له پاره به خپلې هڅې کوي.
د سياسي چارو کارپوه قريش خټک وايي

((ترڅو نوازشريف په ترهګرۍ قابو موندو لپاره د قامې پاليسۍ خبره کوې نو دا ټولو ته معلومه ده چې د نوازشريف او پوځ ترمينځه تاو تريخوالې موجود دې او ترڅو چې پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پوځ ترمينځه تاو تريخوالې ختم نه شي او په يوه پاليسۍ متفق نه شې نو ترهغې ترهګرۍ په ضد يوه موثره حکمت عملې جوړول ممکنه نه ده))

د خارجه پاليسۍ په حقله د قريش خټک وينا ده چې ضياء الحق د دور نه راپديښوا د پاکستان خارجه پاليسې د پاکستان پوځ جوړوي او سياسي حکومتونه هم هغه کوې کوم چې ورته د پاکستان پوځ وايي نو اوس دا به کتلې شي چې ميا نواز شريف په حکومت کې د راتللو ورستو دې روايتې خارجه پاليسۍ کې تر کوم حده بدلون راولې.

ياده دې وي چې د پاکستان اليکشن کميشن د قامې اسمبلۍ د ٢٥٤ څوکو نتایج جاري کړي دي چې ترمخه يې پاکستان مسلم ليګ ن ترټولو زياتې ١٢٣ چوکۍ ګټلې دي.
XS
SM
MD
LG