د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:د کډوالو کورنیو ته د کورونو د ځمکو ویش پیل شو


نجیب الله الوخیل
په خوست کې د کډوالو له پاره د ځمکو دویش بهیر، چې په وروستیو کالونو کې د بیلا بیلو لاملونو له کبله د ځنډ او خنډ سره مخامخ شوی وو،له سره پیل شو.


د خوست د کډوالو ریاست چارواکي وايي، چې دا ځل به ۷۰۰ کورنیو ته
د کورونو له پاره ځمکې ویشې شي، بلخوا خوست والي د یادې پروژې د کار د پرانیستې په مراسمو کې له نړیوالو مرستندویانو او حکومتي ادارو وغوښتل،چې په یاده پروژه کې دې د خلکو له پاره د اسانتیاوو په برابرولو کې مرستې وکړي:

په خوست کې د کډوالو له پاره د ښارګوټي پروژه، چې په وروستیو کالونو کې د یو شمیر ستونزو له کبله په ټپه دریدلې وه، کډوالو ته يې دویش بهیر یوځل بیا پیل شو.

د خوست د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو چارو رئیس صوات ګل خوستي
وویل، چې پخوا څه د پاسه ۹۰۰ نمرې ځمکې مستحقینو ته ویشل شوې وې ،ولې د ځینو ستونزو او د یو شمیر خلکو له خوا د تثبیت شوې ځمکې دغصب له کبله نوموړی بهیر ټکنۍ شوی وو،چې دا دی د یادو ستونزو له څه نا څه حل وروسته به په دې بهیر کې 700 کورنیو ته یوه،یوه نمره ځمکه وویشل شي.


صوات ګل زیاته کړه،چې د قلموال مینې په پروژه کې 1700نمره ځمکو ګنجایش شته او پاتو کورنیو ته به په نورو مناسبو سیمو کې ښارګوټي نقشه او د کورونوله پاره ځمکې وویشل شي:

((په لومړنۍ مرحله کې 960 نمرې تقسیم شوي دي،په اوسنۍ مرحله کې چې زموږ تعرفې جریان لري او څه مو ویشلي دي څه د پاسه ۷۰۰نمرو له پاره موږه دخط اندازۍ پروګرام لرو،چې دا به ورته وویشل شي،نو له هغې وروسته موږ د تفصیلي پلان مطابق ټول ګنجایش د دې پروژې 1710 نمرې دی،کله چې دا تکمیل شي موږه ساحه ګورو،غاصبین به غصب شوې ساحه پریږدي او هغه به مستحقینو ته ویشلکیږي.))


د کډوالو د ښارګوټي یا قلموال مینې یو تن اوسیدونکي حاجي طالب دستوګنې په یاده پروژه کې یو شمیر مهمو او اساسي ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل،چې د مړي د پیښیدو په وخت کې د مړي په اندازه يې د د فن ځای ته ټول کلیوال په اندیښنه کې وي، همدارنګه د کلینیک او د ښوونځي له پاره دودانۍ د نشتون ستونزې يې هم په ډاګه کړې:

((یو خو خپل مرګ ته خفه وو، چې مړی وشي نو د مړي د خښولو خاورو ته خفه ووچې موږ به يې خښولو ته کوم ځای پیدا کړو،بله ارزو مې داده چې د الله بادشاه په دې ډیرو اوبو کې موږ داوبو په برخه کې مشکلات لرو،بل مشکل مو د کلینیک په برخه کې دی،کله چې موږ ته مریضي پیښه شي کله يې چې ښار ته رسوو،ځای ته نه وي رسیدلی چې په لاره کې رامړ شي او څلورم مشکل مو دوړکو او جینکیو د تعلیم له پاره د ځای نشتون دی،چې ټول ماشومان مو په ګرمۍ کې جال ووهل،نو که په دې برخه کې راته ودانۍ جوړه کړي ډېر به مشکوره وو))


خوست والي عبدالجبار نعیمي د یادې پروژې دویشنې په دویم پړاو کې د ملګرو ملتو په دفترونو،یونیسیار یا د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو دعالي کمیشنرۍ
او حکومتي ادارو څخه په کلکه وغوښتل،چې د قلموال مینې داوسیدونکو له پاره د استوګنې دلازمو شرایطو او ځینو ټولنیزو خدمتونو د برابرولو له پاره خپلې هڅې ونه سپموي:

((پخوا کډوالو ته یوه حصه نمرې توزیع شوې وې، بیايې کارونو ځنډ او خنډ پیدا کړی وو،اوس مو هغه دویم پړاو ددې پروژې شروع کړ،مستحقینو ته مو نمرې ورکړلې،زه امید وار یمه چې دوی به خپلې نمرې په ښه شکل سره جوړې کړي او امید واریم چې ملل متحد په خاصه توګه یونیسیار او د ملل متحد نورې ادارې به د کډوالو سره هغه مرستې چې دوی ژمنې کړي او په دوی پسې اړه لري خپلو مرستو ته به دوام ورکړي او د مهاجرینوپه دې پروژه کې کلینکونه دي،مکتبونه دي،په هغه کې سړکونه دي،دلته د څښاک اوبه دي،همداسې نورې مالي مرستې چې ورته اړتیا ده هغوی يې وکوي))

د یادونې وړ ده قلموال مینه د کډوالوو له پاره ځانګړې رهایشي پروژه ده ،چې دویش او جوړولو پروسه يې اوه کاله د مخه پیل شوې،خو دغصب په ګډون دبیلا بیلو لاملونو له کبله يې کارونه تل د ځنډ او خنډ سره مخامخ شوي دي.
XS
SM
MD
LG