د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان عالمانو پر خپلې خاورې د ګاونډیو حملې غندلې دي



جلال اباد - د افغانستان په ختيځ کې د علماوو شورا د يوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان په خاوره د ګاونډيانو ملکونو تيری وغانده او په ولسونو يې غږ وکړو چې د ضرورت په وخت کې د افغان ځواکونو ملا وروتړي.


د ختيځي سيمې ګڼ شمير علماوو د جلال اباد ښار ابن امان جامع جومات کې د يوې غونډې په ترڅ کې له افغان ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړو او د ګاونډيانو د هر ډول تيري په وړاندې يې له خپلې خاورې ته د دفاع په لار کې چمتو والي وښودو.

د علماوو شورا يو تن غړي مولوي عبدالظاهر حقاني په ولسونو غږ وکړ چې له خپلو ځواکونو سره دې اوږه په اوږه د خپلې خاورې ساتنه وکړي. نوموړي وويل:

((د ننګرهار او کونړ ولايتونو په سرحداتو د پاکستان له خوا نه تجاوز صورت موندلی دی، نو زموږ د علماوو نننۍ غونډه په دې هدف باندې ده چې يو خو په ټول ولس باندې دا غږ کوو چې د خپلې خاورې د حفاظت لپاره يو موټي شي د خپل اسلامي حکومت تر څنګ ودريږي، د ظالم په خلاف مقابله او قيام هم يو جهاد دی.))

د کونړ ولايت څخه د علماوو په استازيتوب محمد انور وويل چې ولسونه بايد د خپل هيواد د دفاع په خپلو وينو وکړي.

((هدف مو د دې غونډې نه دا و چې په خپلو ولسونو غږ وکړو چې د خپل هيواد نه د دفاع په لاره کې کلک ودريږي، د دوی هلې ځلې بې ځايه نه دي، د دوی وينې بې ځايه نه دي او ګاونډي باندې هم غږ کوو چې خپله وينه بې ځايه مه تويوه، دغه وينه ستا د رب په وړاندې قدر نه لري. د اسلام په وړاندې قدر نه لري، برعکس به ستا لپاره يو عذاب وي.))

د لغمان ولايت څخه راغلي مولوي ساجد د غونډې په اخر کې په اتو مادو کې يو پريکړه ليک هم ولوست چې په يوه برخه کې يې راغلي وو.

(( د پاکستان په سياست پوهانو او حکومتي چارواکو غږ کوو چې تر څو د دغه نامشروع او غير قانوني اعمالو د مخنيوي په هکله کوټلي ګامونه پورته کړي. او که بې تفاوته پاتې شي، د پايلو مسووليت به يې پر غاړه وي. موږ د افغانستان د حکومت پر مشر تابه هم غږ کوو چې افغاني طالبانو سره دې د سولې مذاکراتو ته پوره پوره پاملرنه وکړي.))

د تيرو دوه هفتو راهيسې چې د ننګرهار په ګوشته کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني مليشې تر منځ کوم کړکيچ رامنځته شوې، د افغانستان د بيلابيلو مدني، ټولنو، ولسونو او د ژوند د هرې شبعې سره تعلق لرونکو، د د افغانستان په سرحداتو کې د پاکستان د تجاوز او تيري په وړاندې لاريونونه تر سره کړي، د بيلابيلو ولايتونو څخه د مختلفو ژبو ويونکي افغانان د کاروانونو په بڼه د ننګرهار په ګوشته کې د پاکستاني مليشو د چوڼيو تر څنګ تللي او ټولو په يوه غږ له افغان ځواکونو سره د ملاتړ چمتو والي ښودلی دی.
XS
SM
MD
LG