د لاسرسي ځای

کراچۍ کې تحریک انصاف او جماعت اسلامي مظاهرې کړې دي



کراچۍ - د پاکستان تحریک انصاف ډلې او د جماعت اسلامي ګوند پلویانو د کراچۍ په کلفټن سېمه کې مظاهرې کړي دي.


د مظاهره کوونکو وینا ده چې د ټولټاکنو پر ورځ په کراچۍ کې د انتخاباتو په ترسره شوي عمل کې ټګي شوې ده.

دوی غوښتنه کوله چې په کراچۍ کې د ټاکنو عمل بیا او له سره ترسره شي.

یوې مظاهره کوونکې په دې اړه له ځايي رسنیو سره په خبرو کې وویل:

((موږ د کراچۍ په ټولو برخو کې پاکې او شفافي ټاکنې غواړو. موږ غوښتنه کوو چې د ټاکنو پر مهال باید پولیس او رېنجر هلته موجود وي او میډیا هم باید هلته شتون ولري. مخکې ټاکنو کې درغلۍ شوي دي. او خلک د خپلې خوښې امېدوارانو ته له ووټ اچولو څخه منع کړل شوي دي.))

مظاهرینو د ایم کیو ایم ګوند په پلویانو د انتخاباتو په ورځ یې د ټګۍ کولو تور لګولو .

د ایم کیو ایم ګوند چارواکو دغه تورونه رد کړي دي . د یاد ګوند مشر الطاف حسین تېره شپه د خپل ګوند پلویانو ته په وینا کې ویلي دي چې تحریک انصاف ډلې په کراچۍ کې د ماتې لامل که درغلۍ وي نو بیا ولې دغه ګوند په پنجاب ماتې خوړله ؟

هغه زیاته کړه ځینې خلک د کراچۍ د خلکو سره تعصب لري:

((که د کراچۍ د خلکو مینډیټ د چا خوښ نه وي نو بیا کراچۍ له پاکستان څخه بیله کړئ . د هرې درغلۍ تور په ایم کیو ایم لګول کیږي او موږ د دیوال سره لګول کیږو . کوم خلک چې د دیوال سره ولګول شي نو هغوي ځانله بیا پخپله کور جوړوي.))
هغه خبرداری ورکړو چې اسټبلشمنټ په دې توګه د اور سره لوبې کوي، او که دوي دا کار پرې نښوده نو ټول پاکستان به اور واخلي .

یاده دې وي جمات اسلامي ګوند د ټاکنو په ورځ په کراچۍ او حیدراباد کې له ټاکنو څخه بایکاټ اعلان کړی وو.

د یاد ګوند چارواکو تور لګولی و چې د کراچۍ په ځینو پولینګ سټیشنو باندې ټګۍ کېږي.

بلې خوا تحریک انصاف ډلې په کراچۍ ښار کې کامیابي نه ده ترلاسه کړې . د یاد ګوند پلویان هم په کراچۍ کې د ټاکنو په عمل کې د درغلۍ تورونه لګوي.

هلته بیا ایم کیو ایم ګوند د کراچۍ په ښار کې د قامي او صوبایي اسمبلۍ تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي دي.

بلې خوا ته پیپلز ګوند د سند صوبې په لېرې پرتو برخو کې زیات سیټونه په خپل نامه کړي دي او د یادې صوبې د تر ټول لوي سیاسي ګوند په بڼه راښکاره شوی دی.

یاده دې وي په تير ځل ټاکنو کې هم ایم کیو ایم ګوند د کراچۍ له ښاره او پیپلز ګوند د سند صوبې له داخلي برخو څخه تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې وې . دواړو ګوندونو په سند صوبه کې په سږنو ټاکنو کې خپل پوزیشن برقرار ساتلی دی .
XS
SM
MD
LG