د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپنجاب ګورنر استعفی ورکړه



دپاکستان د پنجاب صوبې ګورنر مخدوم احمد محمود د خپلې عهدې نه استعفې ورکړيده. نوموړي د ګل په ورځ په لاهور کې یوې خبري غونډې ته په وينا کې وویل چې ځان ددې چوکۍ لپاره جوګه نه ګڼي نو ځکه یې خپله استعفی د پاکستان ولسمشر اصف زرداري ته لیږلې ده او دی هیله من دی چې استعفی به یې زر منظوره شي.


دمخدوم احمد محمود تعلق د پاکستان پیپلز پارټۍ سره دی او وروسته له هغې یې خپله استعفی اعلان کړې چې د مئي د میاشتې د یوو لسمې نیټې په انتخاباتو کې ددوی ګوند په پنجاب ایالت کې ماتې وخوړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې د پارلیماني سیاست نه لرې وسیدل غواړي او استعفی یې په خپله خوښه ورکړېده.

مخدوم احمد محمود ، تیر کال د پنجاب ګورنر ټاکل شوی و ، او دتیر دسمبر د میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه یې د ګورنر په حیث سوګند پورته کړی و.

نوموړي ویلي چې تر دې وروسته به د پاکستان پیپلز پارټۍ د یو غړي په حیث خپل کار ته دوام ورکوي.
XS
SM
MD
LG