د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ګورو چې عمران خان څومره بدلون راولي!!"


نیاز احمد خان


سوات - په سوات کې د نا حکومتي نتیجو تر مخې دوه د قامي اسمبلۍ او څلور د صوبايي اسمبلۍ پر څوکیو پاکستان تحریک انصاف بری تر لاسه کړی دی.


د صوبايي اسمبلۍ پر دوو څوکیو جمیعت علمای اسلام او یو عوامي نیشنل ګوند تر لاسه کړی دی.

په سوات کې لویو ګوندونه لکه مسلم لیګ (ن) او عوامي نیشنل ګوند له ماتې سره مخامخ شوي دي.

د سوات یوه ځايي خبریال سلیک اطهر وايي، د سوات ولس دا ځل نوي ګوند (پاکستان تحریک انصاف) ته د دې له پاره رایه ورکړې ده چې د خلکو ستونزې حل کړي.

یو بل خبریال غفور خان عادل وايي، پخوا هم په سوات کې سیاسي ګوندونو په دویم ځل څوکۍ نه ګټي. دی وايي، له مذهبي ګوندونو او عوامي نیشنل ګوند سره هم دا کار وشو.

یو بل خبریال فضل خالق وايي، د سوات ولس له تېر حکومته نهیلی شوی وو ځکه یې تحریک انصاف ته رایه ورکړه.

د چارباغ یوه زلمي مشال راډیو ته وویل: ((عمران خان د بدلون ناره وهله نو ځکه ورته ځوانانو ووټ ورکړ، دا به وروسته مالومېږي چې عمران خان څومره بدلون راولي.))
XS
SM
MD
LG