د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان انتخاباتو پایلې د باور وړ نه دي


سرچینه: ډېلي ټایمز


له پاکستانه په خپرېدونکې ډېلي ټايمز کې ليکوال مير محمد علي ټالپور ليکي، د بلوچستان د انتخاباتو پايلې به ډېرې د باور وړ نه وي.


د نوموړي په خبره، د دغې صوبې خلک د پاکستان د امنيتي ځواکونو لخوا په دوامداره توګه ځورول کېږي، او ځکه نو د دغه ځای ټولټاکنې ازادې او رڼې نه شي کېدای.

په ليکنه کې راغلي، د بلوچستان خلک ډېره موده مخکې په دې خبره پوهېدلي دي چې دغلته کېدونکي انتخابات د دوی نه، بلکې د څو مخصوصو سياسي کورنيو په ګټه تماميږي.

په ليکنه کې وړاندې ويل شوي، د بلوچستان او د ملک د نورو برخو انتخابات به د بلوڅانو، هزاره اقليتونو او عامو خلکو په ژوند کې کوم ښه بدلون را نه وړي. د ورځپانې په وينا، داسې انګيرل کېږي چې د پاکستان د حکومت واک اختيار به د هغو سياسي ګوندونو لاسو ته ورشي چې د دغه هېواد له مذهبي او فرقوي سازمانونو سره لار لري.

په ليکنه کې په بلوچستان کې شويو پوځي عملياتو ته اشاره شوې. ويل شوي چې دغه لړۍ له ۱۹۴۸ م کال راهيسې پيل شوې او په ترڅ کې يې د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه بلوڅ قام پرسته ډلې يوارې بيا په نښه شوې. د دې عملياتو زيات زور په مشکی سيمه کې د دغه ځای د خلکو د يوه بانفوذه مشر ډاکټر الله نظر پر ضد وليدل شو. دا هغه سړی دی چې د پاکستاني امنيتي ادارو پر کړنو ښکاره جاره نيوکې کوي.

ليکوال کاږي، په بلوچستان کې د کېدونکيو ناانصافيو پر ضد غږ پورته کوونکي کسان په نښه کېږي، خو مالوميږي داسې چې د پاکستان پوځ، ملېشه ځواکونه او د دوئ لخوا ګومارل شوې وژونکې ډلې به په خپلو مقصدونو کې کاميابې نه شي.

په ليکنه کې دغه راز ويل شوي چې د بلوچستان انتخابات اکثره وخت د بلوڅ ملت پاله ګوندونو د ځورولو له پاره کارول شوي دي. د دې له پاره چې انتخابات پر بلوڅانو په زور تپل کېږي، له دوئ سره په ځواب کې پرته له تشدده بله کومه لاره نه وي.

په ليکنه کې د ډاکټر الله نظر خبره راخيستل شوې چې وايي، بلوڅان په اصولي توګه د انتخاباتو مخالف نه دي. نوموړی زياتوي، دوئ د پاکستاني اېسټيبلېشمنټ د هغو سازشونو مخالف دي چې غواړي د انتخاباتو له لارې خپلو غير قانوني کړنو او د بلوڅانو له وسايلو ناوړه ګټو پورته کولو ته جواز پيدا کړي.

د ليکوال په اند، بلوڅان به د انتخاباتو په پايله کې له سختو حالاتو سره مخامخ کېږي. په انتخاباتو کې بريا تر لاسه کوونکي کسان له بلوڅ ملت پالو ګوندونو وېرېږي او مجبور به وي چې د خپل حفاظت له پاره د پاکستاني پوځ او د دې هېواد د ادارو خبره و مني.
XS
SM
MD
LG