د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پر رېنجرو حمله شوې ده


پولیس چارواکي وایي د کراچۍ ښار نوي ناظم اباد په سیمه کې تیره شپه د رینجرو په ګاړي حمله شوې ده چې له امله یې د رینجر ځواک دوه سرتیري وژل شوي او درې نور سخت ژوبل شوي دي . د کراچۍ د رینجرو ویاند میجر سبطین نن مشال ریډیو ته ویلي چې د رینجرو ځواک موبایل په سېمه کې په ګزمه و چې د حملې ښکار شو.
پولیس وایي تراوسه دا مالومه نه ده چې پېښه په موټر سایکل کې د ځایې په ځایې شویو چونکو توکو له امله مخې ته راغلې ده ، او که نه دغه ځانمرګې برید وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG