د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخابات ۲۰۱۳: نتیجې، تبصرې او شننې

د پاکستانیو پارلېماني انتخاباتو د نا دولتي نتیجو تر مخې مسلم لیګ نواز ډلې په قامي اسمبلۍ او پنجاب کې تر ټولو زیاتې څوکۍ تر لاسه کړې دي.

۱۷:۴۰ ۱۲.۵.۲۰۱۳

شننه


د پارلېماني ټاکنو په نتیجه کې دا مهال د پاکستان په مرکز کې له اکثريتی ګوند مسلم ليګ نواز او صوبه خيبر پښتونخوا کې اکثريتي ګوند تحريک انصاف سره د ترهګري پر ضد کومه تګلاره شته.

د دغې پوښتنې په ځواب کې د دفاعي چارو پوه او د پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي:

(( دغو ګوندونو په خپلو انتخابي منشورونو کې د ترهګرۍ په اړه په لفظي توګه څه نا څه خو ليکلي دي، او د نواز شريف ګوند خو دا هم ويلي دي چې دوی به وړومبی د خبرو اترو له لارې د دې مسلې حل را وباسي او بيا به په نورو لارو غور او فکر کوي. خو زما په نظر دوی ته پکار ده چې له پوځ سره په ګډه تګلاره جوړ ه کړي نو ښه به وي. او نه يوازي له پوځ سره بلکې اوس خو د عمران خان ګوند هم په خيبر بښتونخوا کی اکثريت تر لاسه کړ ، نو دوی ته پکار دي چې له هغوی سره هم خبرې وکړي ځکه چې دغه صوبه ترهګرۍ ډېره ځپلې ده، نو اوس دا ډېره ضروري ده چی د هغوی ګوند هم په دې کې شامل کړل شي.)))

ده تر دې مخکې پخواني واکمن عوامي نيشنل ګوند او پيپلز ګوند هم له وسله والو طالبانو او نورو ډلو سره د خبرو اترو له لارې د امن تګلاره غوره کړي وه ، خو څه نتیجې یې ور نه کړې.

په پېښور کې کار پوه خادم حسين وايي:

((دوی وايي چې که امريکا له سيمې ستنه شي نو هر څه به ټیک شي، او بيا به مذاکرات وکړو، او د هغو مذاکراتو په نتيجه کې دا څومره وسله والې ډلې چې دي، د بېلګې په توګه لشکر جهنګوي، تحريک طالبان و او يا القاعده وغیره به وسله کېږدي او هغوی به ښه په کراره خپلو کورونو ته لاړ شي. خو زما په فکر دوی له هغو کږ لېچونو نه دي خبر چې ټولنيز دي ، يا سياسي دی او کلتوري بڼه لري؛ او نه يې پر هغې سوچ کړی دی، او نه په دغو اړخونو د سوچ کولو ضرورت محسوسوي.))

خو په پېښور کی له وسله والو طالبانو سره د يو شمېر د مذاکراتو د پړاوونو شاهد او د قبايلي سيمو د امنیت پخوانی سېکرټر برېګېډییر رېټایرډ محمود شاه وايي:

((هغه ګوندونه چې په حکومت کې نه ول، هغوی ته نه ده مالومه . چې کله دوی په خپله خبرې اترې وکړې نو به ورته مالومه شي. لکه په تېرو وختونو کې عوامي نیشنل ګوند هم دریځ درلود چې خبرې کوو، موږ ورته وویل چې ورشئ او خبرې وکړئ، خو چې کله هغوی خبرې وکړې نو ورته د وسله والو د ذهنیت او اېجنډې په اړه مالومه شوه. بیا یې په خپله د هغوی پر ضد پوځي عملیات وکړل. دا موجوده اکثریت تر لاسه کوونکي ګوندونه به هم دا لار خپلوي.))

یوه موده مخکې د پاکستان تحریک طالبان ویلي ول چې له پاکستاني پوځ سره د خبرو اترو چارو ضمانت دې ورته مسلم لیګ نواز ډله ورکړي.

همدا راز، د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف هم موده مخکې له برتانیوي فنانشل ټایمز ورځپاڼې سره د مرکې پر وخت ویلي ول چې که ګوند یې واکمن شو نو امنیتي ادارې او وسله والې ډلې به له یو بل سره خبرو اترو ته سلا کوي.
۱۷:۱۳ ۱۲.۵.۲۰۱۳
د خیبر اېجنسۍ ۴۵مې انتخاباتي حلقې یانې جمرود او لواړګي انتخاباتي افسر جهانګیر اعظم وزیر نن سهار مشال راډیو ته وویل چې له دې حلقې ازاد نوماند الحاج شاه جي ګل ۲۹۴۴۷ رایې ترلاسه کړې دي او په دې ډول د قامي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی دی.

د ده په خبره، د قامي اسمبلۍ پخواني غړي پیر نورالحق قادري په دې انتخاباتو کې ماته خوړلې ده.

قادري ۱۹۸۹۷ رایې تر لاسه کړې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند نوماند له ۸۹۸۷ ووټونو سره په درېیم ځای دی.

وزیر وویل، په دې حلقې کې خلکو ووټونه په سوله ییزه توګه اچولي دي.

بل خوا پولیټیکل چارواکي وايي چې د خیبر اېجنسۍ ۴۶مې حلقې یانې له باړې او تیرا د بې کوره شویو کسانو له پاره د شا کڅ لیویز په پولېنګ سټېشنو کې بد نظمي وشوه.

چارواکي وايي، پر دې مهال امنیتي سرتېرو ډزې وکړې او د امېدوارانو د پلویانو تر منځ نښتې وشوې چې په کې پینځه کسان ژوبل شول.

دا بد نظمي د ووټرلېسټونو نیمګړتیاوو له کبله وشوه.

پر دې وخت د ووټ اچولو ځینې صندوقونه هم مات شول او د ووټ کاغذونه یا بیلېټ پېپرې هم وشلول شوې.

د دې له کبله د ووټ اچولو عمل وځنډېد چې بیا دوه نیم ساعته وروسته بیا پیل شو خو زیاتره خلکو ووټ نه دی اچولی.

د باړې یوه خبریال محبوب شاه اپریدي مشال راډیو ته وویل چې د دې حلقې زیاتره امېدوارانو له انتخاباتي کمېشنه غوښتنه کړې ده چې دلته دې بیا انتخابات وشي.

په دې اړه د ۴۶مې حلقې انتخاباتي افسر محمد ناصر خان هیڅ نه دي ویلي.
۱۶:۳۹ ۱۲.۵.۲۰۱۳
په سوات کې د نا حکومتي نتیجو تر مخې دوه د قامي اسمبلۍ او څلور د صوبايي اسمبلۍ پر څوکیو پاکستان تحریک انصاف بری تر لاسه کړی دی.

د صوبايي اسمبلۍ پر دوو څوکیو جمیعت علمای اسلام او یو عوامي نیشنل ګوند تر لاسه کړی دی.

په سوات کې لویو ګوندونه لکه مسلم لیګ (ن) او عوامي نیشنل ګوند له ماتې سره مخامخ شوي دي.

د سوات یوه ځايي خبریال سلیک اطهر وايي، د سوات ولس دا ځل نوي ګوند (پاکستان تحریک انصاف) ته د دې له پاره رایه ورکړې ده چې د خلکو ستونزې حل کړي.

یو بل خبریال غفور خان عادل وايي، پخوا هم په سوات کې سیاسي ګوندونو په دویم ځل څوکۍ نه ګټي. دی وايي، له مذهبي ګوندونو او عوامي نیشنل ګوند سره هم دا کار وشو.

یو بل خبریال فضل خالق وايي، د سوات ولس له تېر حکومته نهیلی شوی وو ځکه یې تحریک انصاف ته رایه ورکړه.

د چارباغ یوه زلمي مشال راډیو ته وویل: ((عمران خان د بدلون ناره وهله نو ځکه ورته ځوانانو ووټ ورکړ، دا به وروسته مالومېږي چې عمران خان څومره بدلون راولي.))
۱۵:۰۰ ۱۲.۵.۲۰۱۳
د پاکستان د پارلېمانې انتخاباتو غير سرکاری نتيجي ښيي چې د نواز شريف مسلم لیګ ګوند به په مرکز کې حکومت جوړ کړي.

بېګا د شپې نا وخته د مسلم ليګ ن ډلې مشر نواز شريف په لاهور کې په انتخاباتو کې د خپل بریالیتوب اعلان وکړ. د لاهور په ماډل ټاون کې خپلو پلويانو ته په وينا کې نواز شريف وويل:

((زه د قام په خاطر، ستاسو په خاطر، د پاکستان د ۱۸ کروړه ولس په خاطر، د دې بدبخته لوډشيډنګ، بې روزګارۍ، غربت او ګرانې د ختمولو په خاطر، زه ټولو ته وايم چې راشي له ما سره کښېني.))

نتيجې دا څرګندوي چې نواز شريف به په قامی اسمبلي کې دومره اکثريت تر لاسه نه کړي چې یوازې حکومت جوړ کړي او د حکومت جوړولو له پاره به له نورو ګوندونو سره اتحاد کوی.

نواز شريف د پاکستان دوه ځله وزيراعظم پاتې شوی دي.

بلخوا تحريک انصاف، ایم کیو ایم، جمیعت علمای اسلام (ف) او نورو ګوندونو مسلم ليګ ګوند ته په انتخاباتو کې د بري پر تر لاسه کولو مبارکې ورکړي ده.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG