د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخابات ۲۰۱۳: نتیجې، تبصرې او شننې

د پاکستانیو پارلېماني انتخاباتو د نا دولتي نتیجو تر مخې مسلم لیګ نواز ډلې په قامي اسمبلۍ او پنجاب کې تر ټولو زیاتې څوکۍ تر لاسه کړې دي.

۱۹:۰۸ ۱۲.۵.۲۰۱۳
شننه: د بلوچستان نوی حکومت او ننګونې

په بلوچستان صوبه کې د ممکنه را روان حکومت څه ذمه وارۍ جوړېږي او ايا که د صوبې قام پرست ګوندونه چې په حکومت کې راځي نو دوی به د امنيت حالات کنټرول کړي او که نه؟ په دی اړه مې په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه او د پوځ له پخواني جنرال طلعت مسود سره خبرې کړي او په سر کې مې ترې وپوښتل چې په بلوچستان کې چې کوم ممکنه حکومت دی په هغې کې به د امنيتي ادارو مرضي شامل وي او که نه؟


طلعت مسعود: ګوره په دې کې شک نه شته په بلوچستان کې چې کوم امنيتي حالات دي په هغې کې به ضرور د پوځ او امنيتي ادارو رول وي خو اوس په بلوچستان کې چې کوم قام پرستو ګوندونو انتخابات ګټلي دي د دوی له لارې، پر ځای د دې چې پوځ وکارول شي او د دغه صوبې په خلکو کې نفرت پېدا کړل شي، به ضرور د بلوچستان د حالاتو څه سياسي حل را ايستل کېږي. او همدغه وجه ده چې له انتخاباتو وړاندی د پوځ مشر اشفاق پروېز کياني بلوچستان ته ولاړ او هلته يې ټولو ته وويل چې تاسو په انتخاباتو کې برخه واخلئ.
مشال راډیو: جنرال صاحب، تاسو د قام پرست ګوندونو ‌ذکر وکړ خو د بلوچستان چې څنګه حالات دي هلته خلک خپه دي او ځینو له ووټونو اچولو هم بايکاټ کړی وو، نو آيا قام پرست ګوندونه به د دغه صوبې حالات کنټرول کړي او د صوبې خلک به مطمين کړي؟

طلعت مسعود: ګوره کومو خلکو چې ووټونه ورکړي دي، او دا يوه بدقسمتي ده چې ځینو ګوندونو په انتخاباتو کې برخه نه ده اخستې، د بګتي پارټۍ هم د انتخاباتو مخالفت کړی وو؛ خو دا ده چې دا وار قام پرست ګوندونو څوکۍ ګټلې دي نو زما په فکر د تېر حکومت پرتله به دا وار حکومت ښه وي. دغه رنګ بيا چې د نواز شريف حکومت وي نو هغه به هم هڅه کوي چې کومو بلوڅو ډلو چې په انتخاباتو کې برخه نه ده اخستې هغه هم په سياست ورګډ کړي او له هغوی سره خبرې وکړي.
مشال راډیو: د بلوچستان په حالاتو کې به د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ څه رول وي؟

طلعت مسعود: هغوی به رول ضرور لوبوي ځکه چې هغوی په خپله علاقه کې مضبوط هم دي. د پښتنو به ضرور رول وي ځکه چې دوی په دغه صوبه کې تقريباً ۵۰ فيصده ته رسېدلي دي. او په بلوچستان کې د بلوڅو پرتله د پښتنو مسلې هم کمې دي. خو دا ده چې پښتانه د بلوڅو د مخه نيولو له پاره و نه کارول شي، بلکې هغوی مرکزي سياست ته راولي. او داسې نه چې د انګرېزانو کومه پالیسي موږ خپله کړې چې يوه فرقه له بلې فرقې سره وجنګوو بيا یې وکاروو نو زما په خيال دا د مسلې حل نه دی.
۱۷:۵۷ ۱۲.۵.۲۰۱۳

شننه: عوامي نیشنل ګوند ولې ماته وخوړه؟


غير حکومتي نتېجې ښيي چې د ۲۰۱۳ م کال په انتخاباتو کې پښتون قام پرسته ګوند عوامي نيشنل پارټي له ماتې سره مخامخ شوې ده. ياد ګوند په قامي اسمبلۍ کې يوه، د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې درې او په بلوچستان او سند اسمبليو کې يوه يوه چوکۍ ګټلې ده.

دا چې عوامي نيشنل ګوند، چې په خيبر پښتونخوا کې يې پينځه کالونه حکومت وکړ او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې يې خپل سلګونه ملګري قرباني کړل، ولې د هېواد د نورو ګوندونو په مقابله کې پاتې راغله؟ د سياسي چارو څېړونکی ايمل خټک د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې ياد ګوند و نه شو کړای د خلکو مسالې ور حل او په پايله کې د هغوئ زړونه وګټي.

((د خلکو چې کوم مسايل وو، د هغو د حلولو په لړ کې په صوبه کې د عوامي نيشنل پارټۍ او پيپلز ګوند مخلوط حکومت هغومره کار و نه کړای شو چې د خلکو باور تر لاسه کړي. که کارونه شوي هم دي خو خلک نه دي پوه کړل شوي چې په نتيجه کې به يې د هغوئ پر ژوند کې کوم بدلون راځي. عام خلک خو خپلو ورځنيو مشکلاتو ته ګوري چې آيا امنيت شته؟ روزګار ورته ملاويږي؟ لوډ شيډنګ کم شوی دی؟ يوازې دا هم نه ده چې ګنې عوامي نيشنل ګوند ته د انتخاباتي کمپاين کولو موقع نه ده ورکړل شوې. نورې هم ډېرې وجې دي، لکه د پارټۍ غړي خپه وو، خلک خپه وو. د داسې بدترين شکست يوازې يوه وجه نه شي کېدای.))

عوامي نيشنل ګوند دا ځل د خيبر پښتونخوا د نورو برخو په څېر په صوابۍ کې هم، چې د دې ګوند مضبوط مرکز بلل کيږي او د تېرو کالونو په انتخاباتو کې يې په کې برياوې تر لاسه کړي، د قامي او صوبايي اسمبليو چوکۍ له لاسه ورکړې دي.

د صوابۍ د شاه منصور کلي يو پېژندل شوی شاعر او ليکوال او د سيمې پر چارو نظر لرونکی نور الامين يوسفزی د عوامي نيشنل ګوند د ماتې لامل د مشرانو يې غلطې پاليسۍ بولي چې وايي،

((يو پلو د عوامي نيشنل ګوند نه خلک خپه وو، ځکه چې په خپلې پينځه کلنې حکومتي دورې کې ترې ځينې غلطۍ شوې وې. بدامني ده، کرپشن دی او نورې مسالې هم دي. د تحريک انصاف مشر د قابليت خبره کوله، د کرپشن د ختمولو وعدې يې کولې او د امن خبره يې کوله. نو زما په نظر، د هغه دغو خبرو خلکو ته اپيل کړی دی. د عوامي نيشنل ګوند ټول غړي ډېر زيات خپه دي. زما خيال دی چې يو قام پرست تن هم د داسې نتيجو توقع نه لرله. اوس هم عوامي نيشنل ګوند ته په هره حلقه کې خلکو د پام وړ شمېر رای ورکړې دي، خو دومره نه چې انتخابات يې پرې ګټلی وای. د ځوانانو نوي جوړ شوي ووټونه ورته نه دي تللي. د ښځو ووټونه هم تحريک انصاف ته پرېوتي دي.))

ايمل خټک په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د عوامي نيشنل ګوند مشرتابه بايد پر خپلې سياسي تګ لارې له نوي سره سوچ وکړي او په عمل کې ثابته کړي چې دغه ګوند واقعي د پښتنو قامي ګوند دی.

((دا موقع ده چې د عوامي نيشنل ګوند مشران پر دې ټولو مسالو په سنجيدګۍ سره غور وکړي. که تاسو نور پاکستان کې وګورئ نو قام پرستي موجوده وه. پنجاب ټول په ټوله له نواز شريف سره ودرېدو. دغه راز سند پيپلز پارټۍ سره او مهاجر له متحده قومي مومينټ سره. بلوڅانو هم د خپلو بلوڅ ګوندونو ملاتړ وکړ. نو زموږ د صوبې پښتانه ولې د پښتنو د نمايندګۍ دعوه کوونکي ګوند سره و نه درېدل؟ پر دې خبره ډېر سنجيده غور او فکر پکار دی. کتل غواړي چې کومې پاليسۍ غلطې وې. او که داسې و نه شول نو ما ته ښکاري چې د دې پارټۍ له پاره به حالات نور هم خراب شي.))

په پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند يو مشر غلام احمد بلور، چې پر اين ای ون ورته د تحريک انصاف مشر عمران خان ماتې ورکړه، له مطبوعاتو سره په خبرو کې منلې چې خلک د دوئ له پالېسيو خوښ نه وو او ځکه يې دا ځل بدل ګوند ته خپلې رای ورکړې.
۱۷:۵۲ ۱۲.۵.۲۰۱۳

د پاکستان انتخاباتي کمېشن سېکرټر خبري غونډه


د پاکستان انتخاباتي کمېشن سېکرټر اشتیاق احمد ویلي، هیڅ کس نتیجه نه شي بدلولای او نه ورسره کار لرلای شي.
۱۷:۴۹ ۱۲.۵.۲۰۱۳

تازه خبر: د پاکستان انتخاباتي کمېشن سېکرټر اشتیاق احمد خبري غونډه



د پاکستان انتخاباتي کمېشن سېکرټر اشتیاق احمد ویلي، په هیواد کې د پاکو او رڼو انتخاباتو عملي کول د جمهوریت بریا ده.

نوموړي په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وینا پر وخت وویل، له ټول پاکستانه یې د قامي اسمبلۍ ۴۴، له صوبايي اسمبلیو ۱۲۲ څوکیو نتیجې تر لاسه کړې دي.

ده وویل، دې نتیجو ته (د نیمه رسمي) نتیجو نوم ورکوي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG