د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان:د طالبانو د ګواښونو باوجود خلک ووټونه اچوي


.
.

په پاکستان کې د طالبانو د ګواښونو باوجود، دمئي په یوولسمه نیټه دانتخاباتو لړۍ د سهار په اتو بجو پیل شول.

دپاکستان پولیس وايي ، په کراچۍ کې د انتخاباتو په ورځ دیوې بمي چاودنې په ترڅ کې یوولس کسان وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو انتخابات غیر اسلامي ګڼلي او دءکه یې کړېده چې دمخنیوي او خرابولو هڅه به یې کوي.

په یوه بله پېښه کې په پېښور کې دمیرمنو په یو انتخاباتي مرکز باندې په برید کې یو تن وژل شوی دی. په شمالي وزیرستان کې چیرته چې د طالبانو زور زیات دی ، میرمنو ته ګواښونه شوي چې رایې به نه استعمالوي.

دانتخاباتو د کمپاین پرمهال په ټول پاکستان کې له یو یل او شلفو زیات کسان وژل شوي وو. دا په تیرو شپږ شپیتو کلونو کې اول وار دی چې د پاکستان یو جمهوري حکومت خپل واک ختموي او په جمهوري طریقه یې بلې ادارې ته سپاري.

دووټونو د اچولو لړۍ به د ماښام ترپنځو بجو پورې روانه وي.
XS
SM
MD
LG