په کوټه کې تر انتخاباتو وړاندې کاربندیز دی
د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې د انتخابي کمپان پر مهال د ناامنۍ په بیلا بیلو پیښو تر سل زیات کسان وژل شوي دي. د یولسم مې د انتخاباتو پر مهال د ناامنۍ د پیښو د مخنیوي له پاره د پاکستان چارواکو لخوا څه باندې شپږلکه سر تیري ځای پر ځای شوي دي . په کوټه کې تر انتخاباتو یوه ورځ وړاندې هم ټول بازارونه تړل شوي او تعلیمي ادارې بندي دي . د مشال راډیو خبریال خدای نور ناصر له کوټي څخه ویډیو جوړه کړې ده.