د لاسرسي ځای

پاکستاني نرښځيان په لومړي ځل انتخاباتو کې برخه اخلي



احمد شاه اعظمي

په پاکستان کې د ۱۱م مې انتخابات نه يوازي په دې ځانګړی حيثيت لري چې پخواني ولسي حکومت خپله پنځه کلنه موده سر ته ورسول بلکې دا لومړی ځل دی چې د هيواد نرښځيان په انتخاباتو کې برخه اخلي.


نر ښځيانو ته په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان سپريم کورټ په لومړي ځل د شناختي کارډ جوړولو او ووټ اچولو حق ورکړی. تر دې وړاندي نه خو دوی د ووټ اچولو حق درلودی او نه هم په انتخاباتو کې درېدلای شول.

د يوې اندازې له مخې په پاکستان کې دا وخت پنځه لکه نرښځيان ژوند کوي خو د پاکستان د الېکشن کمېشن له مخې يوازي ۷۱۳ نرښځيان له دوی سره په ووټر لسټ کې درج شوي دي.


پاتې نورو يا خو شناختي کارډونه نه دي جوړ کړي او يا هم د نارينه يا ښځينه په حېث درج شوي دي. د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن يو مشر چارواکی افضل خان وايي، نرښځيان د ښځو او لږکيو په شان په قامي او صوبايي اسمبليانو کې مخصوص سيټونه نه لري بلکې دوی به پر عامو سيټونه مقابله کوي.


((نرښځيان هم د زنانه په لسټ کې نوم ليکلی شي او هم يې د نارينه په لسټ کې ليکلی شي. دوی چې الېکشن ته ولاړ دي نو مخصوی سيټونه نه لري بلکې په عامو سيټونو باندي ولاړ دي))

په پاکستان کې دا وخت اته کروړه او ۶۱ لکه کسان په ووټر لسټ کې رجسټرډ دي چې د قامي اسمبلۍ د ۳۴۲ سيټونو او د صوبايي اسمبليانو د ۷۲۸ سيټونو لپاره به اميدواران ټاکي.

دا ځل په پاکستان کې ۴۶۷۱ اميدواران د قامۍ اسمبلۍ لپاره او ۱۰۹۵۸ اميدواران د صوبايي اسمبليانو لپاره ولاړ دي.

په پاکستان کې د نرښځيانو د تنظيم مشره الماس بوبي وايي، د پاکستان له بېلا بيلو حلقو څخه د دوی د ټولنې پنځه غړي په آزاد حيثيت په انتخاباتو کې ولاړ دي.

نوموړې وايي دوی د کمپاين پر مهال خلکو ته وايي چې د ښځينه او نارينه تر آزمويلو وروسته دي دا ځل نرښځيانو ته رايې ورکړي او ودې آزمويي.

((موږ په مالتونو او کوڅو کې ګرځو او له خلکو د ووټ غوښتنه کوو او ورته وايو چې موږ درغلي نه ده کړې او نه هم زموږ د ټولنې غړي جيلونه ته تللي دي. موږ ورته وايو چې له ولس سره به ښه کوو او دوی به نه لوټو او د دوی له هيلو سره سم به کار کوو. موږ خلکو ته وايو چې تاسو ښځې هم وآزمويلې او نارينه مو هم وآزمويل، اوس موږ آزمويلای شئ)).

دا چې نرښځيان څومره هيله من دي چې په انتخاباتو کې به کاميابي تر لاسه کړي؟ الماس بوبي وايي، دا ځل ګتل يا نه ګټل د دوی لپاره خاص مانا نه لري بلکې دوی د لوړ عزم خاوندان دي او د راتلونکې لپاره هيله من دي.


((زموږ هيلې دا دي که چيري نرښځيان دا ځل انتخابات و هم نه ګټي نو دوی به په راتلونکې کې ګټونکي شي. دا د باران يو څاڅکی دی او زموږ مبارزه به روانه وي چې موږ د ډېري اوږدې مودې د سکوت او بنديزونو څخه را ووتلو او هغه وخت خلکو نه قبلولو. دا زموږ لومړی ځل دی خو زموږ راتلونکې نسلونه به زموږ د زيار مېوه خوري. موږ هيله لرو چې په راتلونکې کې به کاميابي تر لاسه کړو)).


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د ښځو لپاره ۶۰ او د غېر مسلم لږکيو لپاره ۱۰ سيټونه او بلخوا په صوبايي اسمبليانو کې په مجموعي توګه د ښځو لپاره ۱۲۸ او د لږکيو لپاره ۲۳ سيټونه ځانګړي شوي دي.

که څه هم دا ځل د پاکستان نرښځيان پر عامو سيټونو ولاړ دي خو دوی غوښتنه کوي چې د دوی لپاره دي هم سيټونه مختص کړل شي.
XS
SM
MD
LG