د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې انتخاباتي کمپان پای ته ورسیدی


په پاکستان کې د یوولسم مئ د انتخاباتو نه وړاندې د انتخاباتي کمپاین موده بیګا شپه په دولسو بجو پای ته ورسیده.

اکثرو سیاسي ګوندونو د کمپاین وروستۍ ورځ په سیاسي هلو ځلو او غونډو کې تیره کړه.
د پاکستان مسلم لیګ ( ن ) مشر نواز شریف په لاهور کې لویې غونډې ته وینا وکړه، د تحریک انصاف مشر عمران خان د لاهور د یو روغتون نه د ویډیو د لارې په اسلام اباد کې غونډې ته وینا وکړه .


د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټوزرداري هم د ویډیو د لارې په کراچۍ کې خپلو پلویانو سره خبرې وکړې.

په داسې حال کې چې انتخابات سبا ته ترسره کیږي، د پاکستان په ټولو لویو او وړو ښارونو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

طالبانو د انتخاباتو پر مهال د بریدونو دړکې کړي دي.

دپاکستان د پیپلز پاټۍ او عوامي نیشنل پارټۍ چارواکي وايي داچې ترهګر سیکولر ګوندونه په نخښه کول غواړي نو دوی پریکړه کړېده چې په سند صوبه کې د یو بل سره اتحاد وکړي.
په دې لړ کې بیګا په کراچۍ مردان هاوس کې د پیپلز پارټۍ تاج حیدر او د عوامي نیشنل پارټۍ سناتور شاهي سید یوې خبري غونډې ته وینا هم وکړه .

شاهي سید په دې موقع وویل :
په دې موقع د پیپلز پارټۍ غړي تاج حیدر وویل، د عوامي نیشنل ګوند سره دوی په دوه زره اتم کال کې هم اتحاد کړی و چې ښې پایلې یې لرلې وې.
نوموړي زیاته کړه چې دواړه ګوندونه لیبرل او پرمختګ خوښونکي دي او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او نورو ډېرو مسایلو په اړه یو نظر لري نو ځکه ددوی ترمنځ اتحاد ضروري دی.
XS
SM
MD
LG