د لاسرسي ځای


سيدشاه سقیم
د زابل د مرکز کلات ښار زده کوونکي وايي، چې تر دې وړاندې يې مسلکي ښوونکي نه درلودل، خو اوس چې يې هغه ستونزه ختمه شوې، بيا کتابونه نه لري.


دوی وايي، مياشتې تېرېږي خو د پوهنې رياست کارکوونکي ورڅخه په يوه او بله پلمه ځانونه خلاصوي.
د کلات اوسېدونکي زده کوونکي وايي، د تعليمي کال تر پيل دوه، مياشتې تېرېږي خو لا هم دوی تر سم نيمی زيات کتابونه نه لري او درسونه يې نيم ويلي، نيم يې ناويلي پاتې دي.

دوی وايي، تر دې وړاندې يې په کلات ښار کې مسلکي ښوونکي نه پيدا کېدل، خو چې اوس هغه پيدا شوي دي، بيا د کتابونو درک نه لګېږي.

د دوی په خبره، څو اوونۍ وروسته به يې څلور نيمې مياشتنۍ ازموينې پيل کېږي، او بيا که ناکامه شي، خلک به وايي، چې د زابل زده کوونکي ټمبلان دي، خو دې ته څوک نه ګوري چې دوی په څنګه حالاتو کې زده کړې کوي.

د کلات ښار څو تنه زده کوونکي وايي، هر کال يې درسي کتابونه همداسې ځنډېږي او د پوهنې رياست چارواکي ورڅخه په يوه او بله پلمه ځانونه خلاصوي.
"رياضي نه لرو، هندسه نه لرو، بيولوژي نه لرو، کېميا هم نشته. نو چې موږ دلته څه شی زده نه کړو، په راتلونکي کې به يې نو څنګه زده کوو؟"

"تر اوسه پورې موږ د ساينسي مضامينو يو کتاب هم نه لرو، له معارف رياست څخه غوښته کوو، چې د کتابونو غم مو دې وخوري. "

"نسبتا تر نورو ولايتونو په زابل کې د زده کوونکيو کتابونه بېخي کم دي. دا دی اوس څلور پنځه مهم کتابونه نه شته، موږ حيران يو چې په ازموينو کې به څه کوو. "

د زابل د شېخ متي لېسې د دوولسم ټولکی زدهکوونکي نور البصر وايي، په تېرو کلونو کې چې به يې له چارواکيو څخه د کتابونو غوښتنه وکړه، نو هغوی به ورته ويل، چې په د پاکستان حکومت يې نه را پرېږدي، خو سږ کال چې په وزارت کې پراته دي، لا هم دومره څوک نشته، چې تر زابله يې راوړي.

دی وايي، چې د ولايت په مرکز کې دا حال وي، د ولسواليو د زده کوونکو دې، نو خدای چاره وکړي.

"مخکې به دوی دا بهانې راته کولې چې په کراچۍ کې دي، يا په بارډر کې بند دي، خو اوس په داسې حال کې چې کتابونه په وزارت کې پراته دي، زموږ مسوولين دا کوښښ نه کوي، چې کتابونه تر زابله راوړي. له معارف رياست څخه غوښتنه کوو، چې لومړی زموږ لېسې او بيا د زابل ټولو ښوونځيو ته د کتابونو ورپېښه ستونزه ختمه کړي. "

د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين هم مني، چې په دغه ولايت کې لا اوس هم زده کوونکيو ته کتابونه نه دې ورکول شوي، خو وايي، اوس تازه يې د پوهنې له وزارت سره اړيکې نيولې، او کېدای شي هغوی په لنډه موده کې ورته کتابونه را ولېږي.

زابل د افغانستان په جنوب کې له ځينو وروسته پاتې ولايتونو څخه دی، چې په ډېری ولسواليو کې يې د ښوونځيو حالت تر بدو بتر دی، او په ځينو سيمو کې خو يې لا اوس هم ښوونځي ته تګ، خلک بده خبره بولي.
XS
SM
MD
LG