د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)



د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د مې پر ۱۱مه نېټه په پاکستان کې پارلېماني انتخابات کېږي. د دې هیواد د پنجاب صوبې ځینو سندرغاړو د بېلا بېلو ګوندونو له پاره د انتخاباتي کیمپېن په لړ کې سندرې هم ویلې دي.


د پښتو ژبې سندرغاړی ګلزار عالم وايي، هنرمندان سیاسي خلک نه وي او دی هم سیاسي سړی نه دی خو بیا یې هم د عوامي نیشنل ګوند له پاره د سندرو یو کیسټ رېکارډ کړی دی چې سندرې یې د پښتونخوا له بېلا بېلو راډیو ګانو خپرېږي.

دی وايي، پاکستان د نورو تجربو توان نه لري او ولس باید هغو کسانو ته ووټ ورکړي چې ریښتیا د خلکو ستونزو هوارولو کار کوي.

د پښتنو یو بل سندرغاړی بختیار خټک وايي، ځینو سیاسي ګوندونو ورته ویلي ول چې انتخاباتي کیمپېن دې ورته وکړي. دی وايي، پاکستان تحریک انصاف هم ورته ویلي ول چې د دوی په کیمپېن کې دې ورسره مرسته وکړي خو دی د تذبب ښکار دی.

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږي؟

دی وايي، دا پوښتنه باید هر پښتون له ځانه وکړي او د انتخاباتو پر ورځ خپله رایه وکاروي.

د انتخاباتو په اړه د هنر مندانو د خبرو نورې برخې سره د سندرو په دې خپرونه کې اورېدای شئ.

د سندرو امېل هره اوونۍ هارون باچا جوړوي.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG