د لاسرسي ځای

تیر کال د مې په نهمه زما د ژوند ملګرې حسیبه په یوې ترفیکي پیښه کې ټپي شوه او نهه ورځې وروسته ترې پېښې یې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.


دغه ورځ زما د ژوند تر ټولو کرغیړنه ورځ ده، داسې ورځ ده چې یوازې دا ویلی شم چې حسیبه نه وي، ژوند مانا نه لري.

نن زما سترګو ته ټولې هغې صحنې ودریدې چې زما په ژوند کې پر ما تیرې شوې وې.

خو حسیبې! ته ماته ژوندۍ یې، ستا دوې نښې له ماسره دي.
د همدو دوو نښو په سترګو تاته هم ګورم.

څو شیبې مخکې مې ستا اواز په غوږ کې انګازې وکړې، چې په وارخطایي ماته وایي، هدایته، هدایت......

له خپلې څوکۍ پاڅیدم، دورې هورې وګرحیدم، خو ته نه وې او ژوند لا هم شته.
XS
SM
MD
LG