د لاسرسي ځای

تازه خبر

میدان وردګو کې حزب اسلامي او طالبانو ترمینځ جګړه



سيدشاه سقیم

د ميدان وردګو دولتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يو ځل بيا د وسله والو طالبانو او اسلامي حزب د غړو تر منځ نښته شوې ده، چې په کې د طالبانو يو نظامي مسوول ټپي شوی دی.


بلخوا بهرنيو او کورنيو سرتېرو په دغه ولايت کې عمليات کړي دي، چې په پايله کې د طالبانو يو سيمه ييز قومندان او د هغه ملګري ژوندي نيول شوي دي.

چارواکي وايي، نن سهار د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې، چې په کې د نرخ له پاره د طالبانو نظامي مسوول ټپي شوی دی.
دوی وايي، تېره شپه هم په دغه ولسوالۍ کې بهرنيو او کورنيو ځانګړو ځواکونو عمليات هم کړي دي، چې په پايله کې يې د اسدالله په نامه د طالبانو يو سيمه ييز قومندان او د هغه ملګري نيول شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، د حزب او طالبانو تر منځ نښته نن پنجشنبې د نرخ ولسوالۍ په توکرک سيمه کې شوې ده.

دی وايي، په نښته کې د طالبانو ټپي شوی نظامي مسوول مولوي بشير نومېږي چې د درملنې له پاره پاکستان ته وړل شوی دی.

د يو بل خبر له مخې نن سهار د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي دي چې په کې له طالبانو څخه اووه بوجۍ چاودېدونکي توکي او څلور بوشکې ماينونه نيول شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند وايي، نيول شوي چاودېدونکي توکي او ماينونه خنثی شوي دي، خو په عملياتو کې نه څوک نيول شوي او هم نه افغان ځواکونو ته زيان رسېدلی دی.

تر اوسه پورې طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

شل ورځې وړاندې هم د نرخ ولسوالۍ په توکرک سيمه کې د حزب اسلامي د جنګياليو او طالبانو تر منځ نښته شوې وه، چې په کې د حزب يو قومندان او د هغه ملګری وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG