د لاسرسي ځای

تازه خبر

"امریکا په افغانستان کې ۹ پوځي اډې غواړي"


د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي په ډاګه کړه، چې امریکا له افغانستان څخه نهه پوځي اډې غواړي.

ښاغلي کرزي دغه خبره نن د پنجشنبې پر ورځ د کابل پوهنتون د اتیایمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غوندې ته په وینا کې وکړې.

ښاغلي کرزي ددغو اډو د ځایونو په اړه په اړه وویل:

"د افغانستان څخه ۹اډې غواړي کابل، باګرام، مزار، جلال اباد، ګردیز، کندهار، هلمند، شینډنډ او هرات موږ د دوي د ۲۰۱۴کال په اخوا اوسیدل په افغانستان کې اړیکه له موږ سره د افغانستان په خیر ګڼو همداشان د ناټو او همداشان د اروپا، شرایط مې دادي چې امریکا دې د امن په راوستو کې هڅه ګړندې کړي اوژر دې وکړي د افغانستان قواوې دې اساسي تقویه کړي د افغانستان په اقتصاد کې د پیاوړې مرسته وکړي، لکه بندونه، برق او لارې."


ښاغلي کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کیدل د افغانستان په ګټه وباله خو ټینګار یې وکړ چې امریکا باید په دې اړه د افغانستان شرایط ومني.

هغه وویل، چې په دې اړه له امریکا سره جدي مذکرات روان دي.
XS
SM
MD
LG