د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د افغانستان سره په پوله امنیت ټینګوي


د روس ولسمشر ويلادي مير پيوتین وایي، چې روس له ارو مرو په کار دي چې د افغانستان لخوا پو د سخت دريځی او د تششد د نه د حفاظت له پاره په خپل جنوبي سرحدونو امنيت ټینګ کړي او په دي لړ کې په مینځنې اسیا کې د خپلو اتحادي هيوادونو سره په ګډه کار وکړي ،


پرون د چار شنبې په ورځ د امنيتي شورا يوې غونډی ته د وينا پر مهال پوتين وويل چې په افغانستان کې د ترهګرو او سخت دريځو ډلو پر ضد د ناټو په مشرۍ کې ځواکونو تر دا مهاله کومې پريکنده لاس ته راوړنی نه دي کړي ،

روس په ۲۰۰۱م کال کې افغانستان ته د امريکا په مشرۍ کې د طالبانو د حکومت د راپرزولو ملا تړ کړی و.

خو په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو د پلان شوي ستنيدو باندې یې اندیښني څرګندی کړي چې ګوندې دغه ګام به د روس امنيت ته ګواښونه را وړاندې کړي.

پوتین دا هم وويل چې په افغانستان کې د نشي توکو د خاتمي په لړ کې نړی والو ځواکونو په عملي توګه هیڅ نه دي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG