د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا کې ګڼ بریدونه، زیاته مرګ ژوبله



په داسي حال کې چې د راتلونکو پارليمانی ټاکنو په کیدو کی دوه ورځی پاتي دی د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بیلا بيلو سیمو کې د د نامني پیښی دوام لري.


په پیښور کې د مشال راډیو خبر يال د چارواکو له خولي زياتوی چې تيره ورځ د پیښور په رشید ګړی سيمه کې په يوه ترهګريزه پيښه کې د يوي ښځي په ګډون دوه پولیس واله وژل شوي دي.

د ځاي چارواکو له مخه تير ماښام په رشید ګړي کي په يو کور کې پت شوو دوو مشکوکو ځانمرګو ترهګرو د پوليسو په يو ګا دي ړومبي ډزي وکړی او بیا ي ځانونه والوزل،

بلخوا د باجوړ قبايلي سيمي نه زموږ خبر یال واي چی پرون مازيګر د دغه ایجنسي په خار سیمه کې د عوامی نيشنل ګوند د يو ځای مشر عبدالمنان په کور کې د انتخابي غو نډي پر مهال د يوی بمي چاودنی له امله ۲ کسان وژل شوي يو شمېر زخميان شوې دي ،

تيره شپه په بونير کې هم د خيبر بښتونخوا د پخوانۍ صوبای وزير تعليم سر دار حسين بابک د ورونڼوپه ګادی نامالومه کسانو ډزي کړي چې په کې ۲ کسان زخميان شوې دي ،

بلخوا په د کراچۍ ښار په محمود اباد کې تیره شپه بمي چاودنې له امله ۶ کسان ژوبل شوي دې.

د سېمې د پولیسو مشر امتیاز رحمان مشال راډیو ته ویلي چې چاودنه د ایم کیو ایم ډلې د انتخاباتي دفتر مخې ته شوې ده چې له امله یې دفتر هم ویجاړ شوی دی.

د هغه په خبره په چاودنه کې ۲ کیلوګرامه چونکي توکي کارول شوي و .

د بلوچستان په کوټه کی هم تيره شپه د نامني په یوه پیښه کې د چارواکو په خبره مشرقي بايې پاس باندې د يو هوټل په وداني نامالومه وسله والو لاسي بمونه غورځولي.

د کویټې د پوليسو مشر ډي ايې جي اپريشن فياض سنبل تيره شپه مشال راډيو ته وويل چې په دې بريد کې څوارلس کسان ټپيان شوي چې د يو حالت په کې د انديښنې وړ دې.

د بريد ورستو وسله وال په تيښته کې بريالې شوې خو پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه د دې پيښې مسوليت چا نه دې قبول کړې.
XS
SM
MD
LG