د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د مخالفینو شپاړسو کسانو ته مرګ ژوبله


نجیب الله الوخیل
د پکتيکا ولايت په تروو او وازيخوا ولسواليو کې د دوو بیلا بیلو چاودنو له امله ۶ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او۱۰نور ټپیان شوي دي، په وژل شویو کسانو کې د نعمت الله په نوم د وسلوالو مخالفينو يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دی.


د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې چې رسنیو ته استول شوې راغلي، چې لومړی چاودنه نن سهار وختي هغه مهال د تروو ولسوالۍ نجف کلي د مولوي قيام الدين په کور کې رامينځته شوه چې د وسلوالو مخالفينو يوه اته کسيزه ډله د بوشکې ماين په جوړولو اخته وه، چې له امله يې د وسلوالو مخالفينو د يوه سيمه ييز قوماندان نعمت الله په ګډون څلور وسلوال مخالفين ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

دوهمه چاودنه سهار اونیمې بجې د پکتيکا ولايت وازيخوا ولسوالۍ د اسکو په کلي کې داسې مهال رامينځته شوه چې يوې بلې اته کسيزې ډلې د لويې لارې پر سر د ماين کیښودلو هڅه کوله چې په همدې مهال پرې خپل ماين وچاودېد او له امله يې دوه تنه وسلوال مخالفين ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.

دا پیښې په داسې حال کې رامينځته کیږي چې د نن ورځې په اوږدو کې افغان امنيتي ځواکونو د پکتيکا ولايت د اورګون او خوشامند ولسوالۍ اړوندو سيمو کې هم یو شمیر ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یادو پیښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG