د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې له سر حد سره جګړه شوي



سيدشاه سقيم
افغان چارواکي وايي، ډېورنډ کرښې ته څېرمه د زابل په پرته ولسوالۍ شملزو هم د درنو وسلو بريدونه شوي دي،
دوی وايي، افغان سرحدي ځواک په ځوابي ډزو د مخالف لوري د بريدونو مخه ونيوله،


د افغان سرحدي پوليسو پر يوه پوسته د درنو وسلو بريدونه پرون د زابل په شملزو ولسوالۍ کې شوي دي، چې وروسته د دواړو غاړو تر منځ يو ساعت نښته هم شوې ده.

ځينې سرچينې وايي، د پاکستان سرحدي پوليسو او طالب وسله والو په ګډه دغه بريدونه د شلمزو ولسوالۍ په جمعه خان کلا سيمه کې، د افغان سرحدي پوليسو پر يوه پوسته کړي دي، چې وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته شوې او څو ساعته يې دوام درلود.

دوی وايي، په دغه نښته کې دواړو غاړو پر يو بل د سپکو او درنو وسلو بريدونه کول.

د فغانستان په جنوب کې د سرحدي پوليسو د ۳۰۳ زون قومندان مل پاسوال تفسير خان خوګياڼی وايي، مخالفې ډلې له لېرې ځايه د افغان سرحدي پوليسو پر پوسته د درنو وسلو بريدونه کول.

دی وايي، د سرحدي پوليسو تر ځوابي ډزو يو ساعت وروسته، بريدونه پای ته ورسېدل.
د ده په خبره، بريد کوونکي د پاکستان د سرحدي پوليسو د يوې پوستې په مرسته راغلي وو، او بېرته هماغې خوا ته په شا شوي دي.

"دوی د درنو وسلو انداختونه کول، خو بيا زموږ د سرحدي پوليسو د مقاووت له امله دوی بېرته عقب نشيني وکړه او په شا شول، په دغه پېښه کې زموږ خوا ته چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې دغه بريدونه په جمعه خان کلي کې زموږ پر يوه پوسته کېدل،چې تر ځوابي بريدونو يو ساعت وروسته دوی په شا شول، له دوی سره د پاکستانيانو همکار وي وه.
په ځانګړې توګه د دوی په تېرېدو او راتېرېدو کې."

خو قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي، چې له ملګرو سره يې په دغو بريدونو کې پاکستاني پوليسو هيڅ مرسته نه ده کړې.

دی وايي، طالبان د جګړې له پاره د هيچا مرستې ته اړتيا نه لري.
ده ته هم، په نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه دي رسېدلي.

په تېرو څو ورځو کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د افغان سرحدي پوليسو او پاکستاني لوري تر منځ دوه ځله درنې نښتې شوې دي.
XS
SM
MD
LG