د لاسرسي ځای

د پاکستان صدر، نګران وزیراعظم او د یو شمیر سیاسي ګوندونو مشرانو د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په زخمي کیدلو د غمرازۍ څرګندونه کړې ده، او مسلم لیګ نواز ګوند په دې غمرازۍ کې د یوې ورځې له پاره خپل انتخاباتی کمپاین ځنډولی دې.


درې شپیته کلن عمران خان بیګاه ماسخوتن لاهور کې د یوې انتخاباتي جلسې پر مهال سټیج ته د ختلو په وخت وغورځیده او په سر ټپي شوې چې په فوري توګه هسپتال ته یوړل شو.

د عمران خان د ګوند یو ویاند د پاکستان سرکاري ټیلي وژن ته وویل، هغه لږ تر لږ له دوه میټره لوړ ځایه ولوید، خو سخت نه دی ژوبل شوی.

عمران خان د دوه زره دوهم کال په انتخاباتو کې یوازې یوه څوکۍ ګټلې وه او بیا یې په دوه زره اتم کال کې ګوند په انتخاباتو کې برخه وا نه خیسته.

خو اوس یې د مې د یولسمې نیټې د انتخاباتو له پاره سخت کمپاین شورو کړی.
XS
SM
MD
LG