د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا کې تازه بریدونه



نن سهار د خېبر پښتونخوا ضلع بنو کې ډومیل پولیس سټیشن سره نژدې تر سره شوي ځانمرګي برید کې د دوو ښځو پشمول لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او تر شلو زیات ژوبل شوی دي.


اې این پي د دې پیښې غندنه کړې او په ډومیل کې کیدونکې خپله ننۍ جلسه یې ځنډولې ده.
بلخوا بيګا ماسخوتن د بر دير ځايي پولیسو مشال رېډیو ته وېلي د صوبايي اسمبلۍ له پاره د جماعت اسلامي د امیدوار ملك بهرام خان زوي د نا معلومه وسلوالو لخوا په ریموټ کنټرول بمي بريد كي وژل شوی.


ددې نه وړاندې د کوز دېر د پولیسو د وینا ترمخه، پرون مازيګر د صوبايي نشست له پاره د پيپلز ګوند د امیدوار محمد زمين رور سره د پارټۍ د نورو څلورو ملګرو یو ریموټ کنټرول بمي بريد كي وژل شوې بلخوا پرون د ضلع هنګو به دوآبه سیمه کې د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ګوند په یو امیدوار مفتی سید جانان د انتخاباتي کمپاین پر مهال ځانمرګي برید وشو چې په کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوی او تر څلویشتو زیات ژوبل شوي دي. سید جانان دې برید کې بچ شوی دی.


د پښتونخوا ګورنر، نګران وزیراعلي او نګران حکومت د دې پیښو غندنه کړې او د دې د تحقیقاتو امریې ورکړې دې.
XS
SM
MD
LG