د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګري د ډیورنډ دواړو خواوو ولس ځپلی


افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي چې د ترهګرۍ تر ټولو زيات تاوان د ډيورنډ د دواړو خواوو ولسونو ته اوښتی دی. ولسمشر دا څرګندونې نن د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال وکړې.


په دې ټلیفوني خبروکې حامد کرزي د جمعیت علمای اسلام د ګوند د اميدوار او د پاکستان د پارلمان د پخواني غړي منیر اورکزي په انتخاباتي غونډه باندې هغه بمي برید په کلکه وغانده چې له امله یې په کورمه ایجنسۍ کې پرون ۲۱ کسان و وژل شول.

کرزي ترهګري د بشریت دښمن وباله او وې ویل چې په تېرو څو کلونوکې د ترهګرۍ له اړخه له بل هر چا څخه زیات د افغانستان او پاکستان خلکو خصوصاً د ډیورند د دواړو غاړو ولسونو ستر زیانونه لیدلي دي او هغه ګواښونه چې اوس هم له دې اړخه د دواړو هېوادونو ولسونو ته متوجه دي، دوی دې ته اړباسي چې د ترهګرۍ پرخلاف مبارزه کې په غوڅو اقداماتو لاس پورې کړي.

ولسمشر کرزي هیله وکړه چې پاکستان د دغو ننګونو په پام کې نیولو سره په سیمه کې د ترهګرۍ د ریښو د له منځه وړلو لپاره له افغانستان سره په ريښتني او صادقانه ډول همکاري وکړي.
XS
SM
MD
LG