د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: عوامي نيشنل ګوند په انتخاباتو کې مشکلات لري


Swat Election(7,5,13)
Swat Election(7,5,13)

نياز احمد خان
د سوات عوامي نيشنل ګوند کارکونکي او ټاکنوکې برخه اخیستونکې وایي چې دوی ته ټاکنو هلو ځولو کې يو شمير مشکلات دي په آزاده توګه جلسې نه شي کولې او نه خپل کپماین پيل کولې شي.


د سوات تحصيل کبل کوزې بانډي د عوامي نيشنل ګوند يو پخوانې کارکونکې حيدر علي خان وايي، چې دوی کله سحر پاسي او سره ټوپي په سرکړې او کور څخه وځي نو ړمبي ورته کورکې مور، پلار، خويندې او نور رشته دار وايي چې دغه ګوند پريږدي ځکه چې دوی وسله والو ته په نښه دې دغه رنګه چې کله حجرې او بازار ته ځي نو هم ورته ځينې خلک وایي چې تاسو په نښه يې مه که وی دغه هلې ځلې.

د عوامي نيشنل ګوند سوات نه د صوبایي اسمبلي له پاره ټاکنو کې برخه اخیستونکې او پخوانې صوبایې وزير واجد علي خان وايي چې دوی په ډاګه جلسې جلسونه نه شي کولې يو اړښته ورته سيکورټي ادارې اجازت نه ورکوي زياتره ايس ايم ايس، کيبل نيټ ورک يا اخبارونو کې اشتهارات ورکوي.

د عوامي نيشنل ګوند صوبایي مشر افر اسياب خټک وايي چې دا ټاکنې پاکې نه دې ځکه دوی ته خپلو هلو ځلو کې يو شمېر مشکلات دي نور ګوندونه ښه په آزاده توګه جلسې کوي خو بيا هم دوی د هیواد پرمختګ او سيمه کې امن راوستو په اړه خپل موقف جاري ساتي او ټاکنو کې برخه اخلي.
XS
SM
MD
LG