د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښاریانو هم د پاکستان پرضد لویه مظاهره وکړه



نجیب الله الوخیل
په خوست ښار کې په دویمه ورځ هم د هیوادپال ځواک په نووښت پراخه لاریون ترسره شو ،په دې لاریون کې چې د خوست په زرګونو اوسیدونکو برخه اخیستې وه، له موټرونو سره یو ځای د ښار په کوڅو او جادو کې وګرځیدل او د پاکستاني پوځیانو پرضد يې شعارونه ورکول.


د هیوادپال ځواک د خوست سیمه ییز دفتر مشر ولي مت خان خادم مشال راډیو ته د لاریون د موخو په تړاو وویل، چې دوی به له افغان سرتیروسره دوینې په برخه کې مرسته وکړي او که اړتیا وه تیار دي چې د خپل هیوادپه ساتنه کې برخه واخلي:

((ددې لاریون موخه داده چې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځي ځواکونو هغه تیرۍ وغندو چې زموږ یو تن افسر په کې شهید شو، موږ به له افغان ځواکونو سره هروخت هر ډول مرستو ته تیارۍ نیسو او تیار یو، په راتلونکې کې به له دوی سره موږ په زرګونو سي سي وینې کمک کوو او یوازې وینه به نه ورکوو، بلکې موږ به عملاً هم ددوی سره په سنګرونو کې جنګیږو او د دوی سره به مټ په مټ ودریږو))


د مدني ټولنې یو تن فعال نصیراحمد روښان وویل،چې د خوستوالو نننۍ پراخه لاریون ددې ښکارندویه دی چې افغان ولس د بل هر وخت په پرتله ویښ او بیداره دی او د خپلې خاورې څخه ساتنې ته تیارۍ لري:

((د خوست ولسونو نن پاکستان ته پیغام ورکړ چې دوی ویښ او بیداره دي او په هیڅ وجه دې ته اماده نه دي چې د دوی په پاکه خاوره څوک تیرۍ او تجاوز وکړي، تاسو ولیدل چې د خوست ټول ولسونه سړکونو ته راووتل او دايې په ډاګه کړه چې دوی په احساساتو دي، د دوی وینې په جوش راغلي دي او دوی به د هرې لویشتې خاورې څخه د هر تیري کوونکي او اشغالګر پر وړاندې دفاع وکړي.))


د خوست یوتن بل ځوان هم په خپلو خبرو کې وویل چې پرګوشته تیرۍ غندي او د افغان ځواکونو په خوا کې ودریږي:


((عاطف یم نن ورځ کوم ځوانان چې مظاهرې له پاره راوتي دي پاکستان چې کوم تیری په سرحداتو کې د افغانستان پر خاوره کړی وو خصوصاً د ګوشتې په ولسوالۍ کې په کلکه غندي او په قوي هوډ سره د افغان ځواکونو د ملاتړ په خاطر د دوی تر څنګ ودریږي او د پاکستان پر ضد شعارونه ورکوي.


((زه اسلام ګل د ګربزو د شیخامیر کلي اوسیدونکی یم غواړم د خارجي پوځونو پرضد د افغان ځواکونو د سرښندونو ستاینه وکړم اوخپلو ملي ځواکونو سره په څنګ کې ولاړ یو.))
د لاریون ګډونوالو د ښار فیض محمدخان څلور لاري کې د یوې راټولیدنې له لارې اوه ماده ییز پریکړه لیک خپور کړ، چې په کې د سرحدونو په باب د افغان حکومت د اوسني دریځ ستاینه شوې او افغان حکومت څخه په کې غوښتنه شوې، چې په دې خبرو ټینګ ودریږي:


((د پاکستان له حکومت څخه هیله کوو، چې د ډیورند کرښې په اوږدوکې ټول تاسیسات له منځه یوسي،د هیواد د سرحدونو په باب د افغان حکومت اوسنۍ دریځ د ستاینې او تائید وړ دی موږ د افغان حکومت څخه هیله کوو، چې په دې ټینګ ودریږي ،موږ د ګوشتې ولسوالۍ په جګړه کې د پولس محمدقاسم خان د کورنۍ سره د خوست خلکو د منتخب استازي همایون په واسطه د خوست د قومونو له خوا ترسره شوې مرسته او سخت احساسات ستایو، موږ به نړیوالو ځواکونو باندې غږ کوو چې له افغان حکومت سره شوي ژمنې عملي کړي او له افغان ځواکونو سره د هیواد د سرحدونو په ساتنه کې برخه واخلي او نور په دې ډول چوپه خوله پاتې نه شي.))


د یادونې وړ ده تیره ورځ په خوست کې د پوهنتون زرګونو تنو محصلانو هم د یو سوله ییز لاریون له لارې په ګوشته کې د افغان ځواکونو سرښندنه وستایله او د پاکستان پرضد يې شعارونه ورکړل.
XS
SM
MD
LG