د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا او بلوچستان کې انتخاباتو ته ولاړې ښځې


رابعه اکرم

اسلام اباد - د مې پر ۱۱مه د کېدونکو ټولټاکنو له پاره له خيبر پښتونخوا ۱۵ ښځينه اميدوارانې د قامي اسمبلۍ څوکیو ولاړې دي.


په دوی کې ۱۲ په ازادانه ډول او درې د خپلو ګوندونو په ټکټونو دغه انتخاباتو ته ولاړې دي.

همدا راز، د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ له پاره ۲۴ ښځینه د صوبايې اسمبلۍ څوکۍ له پاره ولاړې دي چې په کې ۱۵ ازادې کانديدانې او نهه د سياسي ګوندونو له اړخه ولاړې دي.

له قبايلي سيمې يوه زنانه او له بلوچستان صوبې د قامي اسمبلې له پاره شپږ اوصوبايي اسمبلۍ له ۱۳ ښځينه اميدوارانې په اليکشن کې حصه اخيستونکې دي.
او د مخصوص سيټونو له پاره د خيبر پښتونخوا قامي اسمبلې له پاره ۴۵ او صوبايې اسمبلې له پاره ۱۲۶ کانديدانې ولاړې دي.

د عوامي نيشنل ګوند بشرا ګوهر وايي، په راتلونکو ټولټاکنو کې د کال ٢٠٠٨ په نسبت زياتې اميدوارانې ولاړې دي چې يو ښه رجحان دې.

خو له بده مرغه په جنرل سيټونو ښځو ته سياسي ګوندونو ۱۰ فيصده حصه هم نه ده ورکړې.
((ښځې سياسي عمل کې فعاله دي، کار هم ډېر کوي. او هغه داسې محسوسه کېداى شي چې تاسو ورته په جنرل سيټونو کې زيات ځاې ورکړې . او ورسره مرسته وکړې. په دې سلسله کې موږ د قانون سازې يو مسوده تياره کړې وه، چې په اسمبلې کې وړاندې کړې شوې وه، چې ټول سياسي ګوندونه پرې متفق شوې وو خو دا سټينډنګ کميټېۍ ایسار پاتې شو. دې راتلونکۍ اسمبلې ته چې څوک هم ځي خدای دې وکړې چې داسې کار وکړي چې دا اسمبليانې داسې بلونه واخلي ځکه چې دا وخت [سیاسي ګوندونو] ووټرز کې د تراميمو ضرورت شته.))

ښځو ته سياسي ګوندونو له اړخه کم سيټونه ورکولو په اړه د سياسي چارو پوه ايمل خټک وايې:

((سياسي ګوندونه چې دې هاغه چاته ټکټې ورکوي څوک چې ګټونکې وي چې د هغې له پاره سيټ وګټي . ښځې چې دې هغې هم سيټونه ګټلې شي دا نه چې نشۍ ګټلې . خو په عمومي توګه د دوي په اړه دا ويلې شي چې هغې کيداې شي په دې طريقه په جنرل سيټونو مقابله ونکړې شي څنګه چې سړي کوي نو د دې له وجې زياتره زنانه په مخصوص سيټونو راځي خو په جنرل سيټونو ګوندونه زنانو ته زيات ټکټې نه ورکوي که څه هم موږ دا ځل لګه مثبته تبديلي ګورو چې ګوندونو زياتې ښځو ته ټکټونه ورکړې دي.))

د نوموړي د وينا سره سم چې په تير حکومت کې نرينه غړو په مقابله ښځو ښه فعال کردار ادا کړې وو.
XS
SM
MD
LG