د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې په بمي برید کې د وژل شویو شمېر ۲۱ته ورسېدی


په کرمه ایجنسۍ کې د پرونۍ بمي چاودنې د مړو شمېر یوویشت ته رسېدلی دی.
د ځايي چارواکو په وینا، په دې برید کې ټول ۷۱ کسان په نښه شوي وو.


د کرمې ایجنسۍ د پولیټکل انتظامې یوه محرر عبدالمالک د وژل شوو کسانو په اړه بیګا مشال راډیو ته وویل چې په وژل شوو کې د دوو کسانو پېژندګلوي نه ده شوې.

پاړه چینار - د ګل پر ورځ په قبایلي سیمې کورمه کې په یوه انتخاباتي غونډه کې چاودنه شوې چې په کې شپږ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

دا غونډه د جمیعت علمای اسلام (ف) ډلې وه. په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي دا چاودنه د پاړه چمکنۍ په ( مخړني ) سیمه کې شوې ده.

دا پېښه د قامي اسمبلۍ څوکۍ له پاره په ۳۸مه حلقه کې شوې ده چې ورته د جمیعت علمای اسلام (ف) له خوا منیر اورکزی د کاندید په توګه ولاړ دی.

د منیر اورکزي ورور ډاکتر عبدالقادر اورکزي مشال راډیو ته وویل چې ورور یې له حملې روغ وتلی دی.

مخړنۍ لرې پرته سیمه ده او همدا لامل دی چې له هغه ځایه د مرګ ژوبلې کره شمېر نه تر لاسه کېږي.

چارواکي وايي، ژوبل شوي کسان د پاړه چینار روغتون ته رسول شوي دي.

د حملې پړه لا چا نه ده منلې.

د مې پر ۱۱مه نېټه په پاکستان کې پارلېماني انتخابات کېږي.

د دې انتخاباتو له پاره یو شمېر سیکولر او لېبرال ګوندونه لکه عوامي نیشنل ګوند، پیپلز ګوند او ایم کیو ایم انتخاباتي غونډې نه شي کولای ځکه چې وسله والو طالبانو ورته ګواښ کړی دی چې حملې به ورباندې وکړي.

تر دې مخکې هم پر یادو ګوندونو حملې شوې دي چې په کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ژوبل دي.
XS
SM
MD
LG