د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست پوهنتون زده کوونکو د پاکستان ضد لاریون کړی



خوست - د خوست شیخ زید پوهنتون ګڼو محصلانو د یو سوله ییز لاریون له لارې د ننګرهار ولایت په ګوشته ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو د مخته ورتګ پر ضد لاریون وکړ.


دوی د افغانستان ملي بیرغونه او یو شمېر لیکل شوي شعارونه یې په لاسونو کې نیولي ول.

دوی د افغان ځواکونو په پلوۍ او د پاکستان د پوځیانو پر ضد شعارونه ورکول، د تکبیر نعره یې پورته کوله او په ګوشته کې يې د وژل شوي افغان سرتېري قاسم مجاهد د کارنامو ستاینه کوله.

ګډونوالو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه هم وغوښتل چې په افغانستان کې دې د ګاونډیو هیوادونو د مداخلو مخه ونیسي، دوی پر افغان پوځیانوغږ وکړ چې د هیواد دفاع دې وکړي او د خپلو ولسونو په ملاتړ دې باور ولري.

د خوست پوهنتون درې تنه محصلان چې د لاریون ګډونوال ول خپل نظرونه او د راغونډېدو موخې یې په دې توګه له مشال راډیو سره شریکې کړې:

((زموږ دا مظاهره تر دې بله سیاسي انګېزه نه لري چې موږ یوازې د خپل هیواد د دفاع په خاطر او یوازې د اتل شهید قاسم موږ د پوهنتون محصلانو وپتېیله چې داسې یوه مظاهره وکړي چې د افغانستان ګاونډیانو ته وښيي چې افغانستان یوموټی دی. افغانستان خپلواک دی. وګړي يې یوه ملي روحیه لري او دوی د افغانستان د خاورې د لویشتې، لویشتې په زغرده او د سرونو په قیمت دفاع کوي.))

یو بل کس وايي: ((زما نوم حمد الله دی. د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی یم او فعلاً د شیخ زید پوهنتون د لومړي کال محصل یم. موږ باید د خپل هیواد دفاع وکړو. موږ باید څوک پرې نه ږدو چې زموږ پر هیواد تجاوز وکړي او موږ د خپل هیواد په کلکه دفاع کوو.))

یو بل محصل: ((زما نوم خالد احمد زی دی د پوهنتون محصل یم، د خوست پوهنتون محصلان د دې له پاره راوتلي دي چې د پاکستان حکومت دا ناوړه کړنې وغندي او د هغه شهید چې د هیواد له پاره يې ځان قربان کړی د هغې سرښندنې وستايي او د هیواد د پوځ منسوبینو ته دا قوت وربښي چې دوی هم د دې هیواد د نورو بچیانو په شان د دوی تر څنګ ولاړ دي او د هیواد د مدافعې له پاره تل چمتو دي او که ور باندې غږ وشي له سره به ورته تېر شي.))

لاریون کوونکو د مظاهرې په وروستیو شېبو کې یو پرېکړه لیک خپور کړ. دا پرېکړه لیک پینځه مادې لري چې په هغه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه په کلکه غوښتنه شوې چې د افغانستان پر ګاونډیانو دې فشار راوړي چې د دې هیواد په کورنیو چارو کې له مداخلو او لاسوهنو څخه لاس واخلي:

((د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه مو په کلکه غوښتنه ده چې پر ګاونډیو هیوادونو فشار راوړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بنده او خپلې ناروا تګلارې بدلې کړي، موږ لوی افغانستان غواړو هیڅکله به هم د ډېورند کرښه په رسمیت و نه پېژنو. د ګوشتې اتل شهید قاسم مجاهد ته د امنیت [ډاډ] او هغه ټولو افغان سرتېرو ته چې په [تورزنۍ] سره يې د خپلې خاورې دفاع کړېده د تقدیرغوښتونکي یو. له افغان پیاوړو او زړورو ځواکونو څخه مو غوښتنه دا ده چې د دښمن د هر رنګه تېري په مقابل کې غاښ ماتوونکی ځواب ووايي او د خپلې خاورې په مېړانه ساتنه وکړي او په دې دې ډاډه وي چې موږ هره شېبه ورسره یو؛ موږ په ټولو افغانانو غږ کوو چې د دښمن شوم اهداف درک او د مقابلې له پاره يې نه ماتېدونکی یووالۍ خپل کړي.))

شا و خوا له تېرو درو اوونيو راهيسې د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ ګوشته کې د ډېورنډ پولې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو له لوري جوړې شوې دروازې پر سر د کابل او اسلام آباد تر منځ ناندرۍ راپورته شوېدي.

تېره اوونۍ د غويي په ١١مه د افغان سرحدي او پاکستاني ځواکونو تر منځ په سيمه کې نښته وشوه چې له امله يې دروازه ونړېده، پينځو افغان او شا و خوا ۱۰ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
XS
SM
MD
LG