د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګوشته کې تازه نښته پای ته رسېدلې ده


د افغانستان د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ ګوشته کې نن سهار (د دوشنبې ورځ) څه د پاره اته بجې پیل شوې د پاکستان د ملېشې او افغان سرحدي پولیسو تر منځ روانه نښته پای ته رسېدلې ده.

دا نښته تقریباً دوه ساعته روانه وه.

د سرحدي پولیسو ویاند ادریس مومند له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت وویل، پاکستانۍ ملېشې د دوی پر سرحدي سرتېروي حمله وکړه.

د ده په خبره، د دې په غبرګون کې سرحدي پولیسو له سپکو او درنو وسلو سره د پاکستانیو سرتېرو څلور پوستې ورانې کړې او یو جنګي ټانک یې هم ور ویجاړ کړ.

افغان چارواکي وايي، دوی ته په دې حمله کې ځاني زیان نه دی ور په برخه شوی.

هلته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چودري له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت تور پورې کړی دی چې لومړی برید د افغانستان له خوا پر پاکستانیو پوځیانو شوی دی.

ده وویل، پاکستان غواړي د خبرو اترو له لارې دا موضوع هواره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG