د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان پړې مني خو پر ضد یې رپورټ نه دایرېږي، ولې؟




پراګ - له هغه وخت راهیسې چې په خیبر پښتونخوا کې د راتلونکو پارلېمانې انتخاباتو له پاره کیمپېن پیل شوی دی د مشال راډیو د شمېر تر مخې، د تېرې میاشتې له ۱۱مې تر دې مهاله د پېښور په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې ۴۲ لویې وړې بمي حملې شوې دي.


په دې کې د دوو انتخاباتي امېدوارارنو په ګډون ۷۰ کسان وژل شوي او له ۳۵۰ زیات ژوبل دي.

په دې کې د زیاتره پېښو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

پوښتنه دا ده چې ایا تر ذمه وارۍ اخیستو وروسته پولیس د طالبانو پر ضد پرچې یا رپورټ درج کوي او که نه؟

په ځواب کې یې د پېښور انتظامي مشر یا ډي سي او جاوېد مروت مشال راډیو ته وویل: ((موږ همېشه د دا ډول پېښو اېف آی آر د نامالومه کسانو پر ضد درجوو.))

له جاوېد مروته مې وپوښتل چې د وسله والو طالبانو ویاند احسان الله احسان اکثره رسنیو ته ویډیو ګانې استوي، ټیلي فونونه کوي او د دې حملو او د خلکو وژنې پړې مني، نو تاسې د هغوی پر ضد ولې پرچه نه داخلوئ؟

دی وايي: ((خبره دا ده چې د ویډیو او یا رسنیو په ذریعه چې څوک هم د ترهګرۍ پېښو ذمه وارۍ قبلوي نو په عدالت کې د هغې قانوني حیثیت ډېر کمزوری وي.))

موږ همېشه د دا ډول پېښو اېف آی آر د نامالومه کسانو پر ضد درجوو.
جاوېد مروت
د خیبر پښتونخوا د قانون پخوانی وزیر ارشد عبدالله وايي، پولیس چې کله د نا مالومه خلکو پر وړاندې رپورټونه دایروي نو بیا ترهګرو ته عدالت سزا هم نه ورکوي.

ده وویل، د سوات په ګډون چې د نورو سیمو مشکوکه ترهګر دا مهال د امنیتي ادارو په ولکه کې دي نو له همدې وجې نه سزا کېږي چې د دې نیول شویو کسانو نومونه په اېف آی آر کې نه شته.

ارشد عبدالله وايي، که څوک د دې پېښو پړه مني نو پولیسو ته په کار دي چې نېغ په نېغه د هغوی نومونه په اېف آی آر کې واچوي. د نا مالومه کسانو پر ضد اېف آی آر هیڅ مانا نه لري.

پر دې سربېره چې وسله وال پړې منې خو پولیس یې پر ضد رپورټ نه لیکي، دا ولې؟ د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر ملک نوید وايي:

((ګوره چې څوک هم ذمه واري قبلوي نو دا نه وايي چې دا دغه کس په ذاتي ډول کړي دي. هغه خو وايي چې فلانۍ بمي چاودنه زموږ ډلې کړې ده. هو پولیسو ته په کار دي چې د هغه کس چې ذمه واري مني، نوم یې د ترهګرو د ملګري په توګه په رپورټ کې واچوي.))

د پاکستان حکومتي شمېر تر مخې، په تېرو څو کالونو کې د ترهګرۍ په شویو پېښو کې له ۴۰ زره زیات کسان وژل شوي دي.

د دې تر څنګ په دې پېښو کې زرګونه کسان ژوبل شوي دي او د اربونو روپیو مالي تاوان هم شوی دی.
XS
SM
MD
LG