د لاسرسي ځای

ډېورنډ، د کابل و اسلام اباد تر منځ تر ټولو لویه مسله


ژباړه: اسرار عالم مومند
سرچینه: افغانستان اېکسپرېس ورځپاڼه

له افغانستانه خپرېدونکې د انګلېسي ژبې ورځپاڼه، افغانستان ایکسپرېس لیکي، په داسې حال کې چې په دی وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله د نښتو له وجې کړکېچ زيات شوی، افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي دی به هيڅ کله هم د ډېورنډ کرښه و نه مني او نه به چېری په راتلونکې کې د افغانستان کوم حکمران دغه کرښه تسليم کړي.


حامد کرزي په سختو ټکو کې پر پاکستان نيوکې وکړې چې اسلام اباد دوی تر فشار لاندې راولي چې افغانان يو باثباته رياست و نه لري يا پر دی مجبوره شي چې د ډېورنډ کرښه ومني.

پر پولو د نښتو له وجې د دواړو هېوادونو ترمنځه اړيکي ډير خراب شوي دي چې له وجې يې له دولت مخالفينو سره د خبرو په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري ترخپو لاندي کېږي.

ورځپاڼه ليکي د افغان ولسمشر او نورو چارواکو په وينا، پاکستان څو وارې د ډېورنډ مسله راپورته کړې ده خو افغان چارواکو ورسره پر دې لانجه له خبرو څخه انکار کړی.

له دی وړاندې يوه امريکايي چارواکي ويلي ول چې واشنګټن د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډېورنډ کرښه رسمي نړیواله پوله مني.

د دې خبرو له وجې د امريکا ضد سخت غبرګون مخې ته راغلی وو.

ورځپاڼه وايي، د ډېورنډ لاين چې څه هم حيثيت دی خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ دا غېر رسمي پوله د لسيزو راهيسې د کړکېچ لامل جوړه شوې.

په افغانستان کې د جګړې په لړ کې د ډېورنډ کرښی مهم رول دی ځکه چې پاکستان تل په افغانستان کې د وسله والو ډلو ملاتړ کړی چې دا ډول کابل پر دی مجبوره کړي چې د ډېورنډ پر کرښه له دوی سره جوړجاړی وکړي.

همدا راز پاکستان او افغانستان کله هم د دې جوګه شوي نه دي چې دا اوږد مهاله لانجه له منځه يوسي.

په دی وروستیو کې پاکستان څو وارې کابل ته ويلي دي چې د دوی غوښتنې ومني چې په کې تر ټولو غټې په افغانستان کې د هندوستان موجودګي، په دې هېواد کې د مېشت د پاکستان ضد فعاله وسله والو ډلو پر ضد عمليات، افغان ځواکونو ته روزنه، او تر ټولو مهم دا چې د ډېورنډ کرښه ومنل شي.

داسې ښکارېده چې افغان حکومت د پاکستان په دې غوښتنو کې ځېنې ومني چې دا رنګ له طالبانو سره د سولې د خبرو په لړ کې اسلام اباد له دوی سره همکاري وکړي او طالبان د خبرو مېز ته راولي.

ورځپاڼه زیاتوي، خو اخرکار له پاکستان سره د مذاکراتو هيڅ نتيجې مخې ته را نه غلې.
XS
SM
MD
LG