د لاسرسي ځای

امریکايي ادارې سوات کې ښځو ته د خیاطۍ روزنه ورکړې


نیاز احمد خان

سوات - د خیبر پښتونخوا په سوات کې د نړیوالې پراختیا او پرمختګ امریکايي ادارې (یو اېس اې آی ډي) له خوا ترهګرۍ ځپلو ښځو ته د ګنډلو روزنه ورکړل شوې ده.


په دې ترځ کې د ښځو د خیر ښېګڼې ادارې (ډبلیو ډبلیو ډي او) یوه غونډه وکړه چې په کې ښځو ته د جامو ګنډلو مشینونه، اوتو ګان یا استریانې او نور سامان ورکړل شو.

دا غونډه د سوات د مټې دوو یونین کونسلو له پاره وشوه او ټول سامان او مالي لګښتونه یې یو اېس اې آی ډي کړي ول.

د ډبلیو ډبلیو ډي او ادارې د پروژو منتظم صفدر خان مشال راډیو ته وویل چې دوی ۱۲۰ ښځو ته روزنه ورکوي چې په کې د ۶۰ روزنه پوره شوې ده نو ځکه یې ورته بری لیکونه ورکړل.

ده وویل د دوی موخه د ښځو پر خپلو پښو ودرول دي چې په خپله د کورنۍ اقتصادي چارې وچلوي.

غونډې ته راغلې یوې نجلۍ رېشما وویل، په درې میاشتیني کورس کې یې د کالیو ګنډل او ګل کاري زده کړه او اوس ورته مشین او نور سامان ورکړل شوی دی.

نوموړې وویل، ډېره خوشاله ده.

یوې بلې پېغلې تمنا هم د خوښۍ ښودنه وکړه او و یې ویل چې د دوی په سیمې ګوالېرۍ کې ښځې تعلیم نه شي تر لاسه کولای او کوره هم نه شي وتلای نو داسې د روزنې نور مرکزونه دې هم جوړ کړل شي چې بې وزله نجونې ترې ګټه واخلي.

غونډې ته ورغلي مشر مېلمه او پخواني استاد عزیز الرحمان وویل، دا پروژه د سیمې د ولس له پاره ګټوره وه.
XS
SM
MD
LG