د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا کډوال: په خپل عزت چې وډارېدو نو کډه مو وکړه



لواړګی - د پاکستان پوځ مطبوعاتی څانګې (آی ایس پی آر) یو چارواکي کرنل ندیم د اتوار پر ورځ مشال راډیو ته ویلي دي چې تېره شپه امنیتی سرتېرو په تیرا کې په کامیابۍ سره د وسله والو پرضد پوځی عملیات تر سره کړی دی چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۶ وسله وال وژل شوي دي.


د ندیم په خبره، په دې نښته کې دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم ازادو سرچینو د پوځ د دې لوړ پوړي افسر د ادعاو پخلی کړی دی.

په تیرا کې دا عملیات پر داسې وخت پیل شوي چې په تېرو میاشتو کې د دې سیمې زیاتره برخه وسله والو طالبانو تر خپل واک لاندې راوسته.

د دې بحران له کبله په سلګونه کورنۍ له تیرا وتلې دي او د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې مېشتې شوې دي.

د قبایلي سیمو له پاره د طبیعي یا قدرتي ناورینونو د نظم ادارې (اېف ډي اېم اې) په وینا، په دې وروستیو کې یوازې د تیرا له میدانه ۴۸۰۰۰ کسان بې کوره شوي دي.

یو بې کوره شوی کس چې عبدالرحمان اپریدی نومېږي، له مشال راډیو سره په خبرو کې وايي: ((د وسله والو ډلو تر منځ په نښتو کې زموږ کورونه ړنګ شوي دي. ماشومان مو در په در شوي دي او چې په خپلې حیا او عزت وډارېدو نو کډه مو وکړه.))

په تیرا کې دوه میاشتې مخکې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستاني حکومت پلوه وسله والې ډلې انصار الاسلام تر منځ په خونړیو نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي.

په دې لړ کې ولسي وګړو ته هم ډېر تاوانونه اوښتي دي.
XS
SM
MD
LG