د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال مرکه: ډاکتر اظهار الله اظهار


ډاکتر اظهار الله اظهار
ډاکتر اظهار الله اظهار
د مشال مرکه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې د پښتو ژبې نومیالی لیکوال، شاعر او د اردو ژبې استاد ډاکتر اظهار الله اظهار د مشال راډیو مېلمه دی.

له نوموړي سره د ده د ژوند او فن په اړه خبرې شوې دي.

اظهار الله اظهار هغه پښتون لیکوال دی چې په اردو کې هم ډېره ښه شاعري کوي او کله یې چې په اردو ژبه او ادب کې ماسټري کوله نو د سرو زرو مېډال یې وګاټه او بیا ورته د اردو ژبې بېلا بېلو ټولنو هم د ده د اردو دانۍ په ویاړ انعامونه ورکړي دي.

نوموړي د رضا همداني په ژوند و فن د خپلې ډاکترۍ یا دوکتورا څېړنیز کتاب لیکلی دی.

اظهار تر اوسه ۱۶ کتابونه لیکلي دي چې په کې د پښتو او اردو د شاعرۍ، تنقید او څېړنیز ډګرونو نوې تجربې شوې دي.

اظهار په دې هم نومیالی دی چې د جاپانۍ شاعرۍ صنف (هایکو) یې په پښتو کې دود کړ او علمي مقالې یې ورباندې ولیکلې.

اظهار وايي:

د زړونو استوګن د یو جهان په فاصله دی
را کوز ښکاري دریاب کې خو اسمان په فاصله دی

د تندې یو صحرا ده د خوږو اوبو تر منځه
د دوو سا ګانو ژوند د لوی تاوان په فاصله دی

په تمه مې ژوندی کړي، بې لوظۍ باندې مې وژني
وریځ راته نېږدې ده او باران په فاصله دی

خوشال یم چې افلاک راته د پښو لاندې پراته دي
خپه یم چې انسان هم له انسان په فاصله دی

نو څه پې (پرې) که دې اوښکه د بڼو پر سر بلېږي!!
دا ستوری را نه پروت د یو ارمان په فاصله دی

سپوږمۍ د پلوشو په ژبه ګونګه شوه اظهاره
دا زه ترې (تر) لرې لاړم که جانان په فاصله دی؟


یوه هایکو:

زه به ترې څنګه په خپګان ویده شم
را پاڅوي مې په خوله غږ نه کوي
راته غوږونو کې بنګړي شړنګوي

له اظهار سره خبرې د مشال راډیو خبریال اسرار اتل کړې دي.

مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG