د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د لمرینې انرژۍ الوتکې لومړی پرواز


په امریکا کې د سولر ( د لمر ) دانرژۍ په مټ الوتونکي یو جهاز خپل لومړنی پرواز ترسره کړی دی. دغه الوتکه چې دګردې امریکا په سر د پرواز هوډ لري په لومړني پړاو کې یې د خالي په ورځ د سان فرانسېسکو او ایریزونا ترمنځ فاصله په اتلسو ګنټو او اتلسو منټو کې ووهله . دغه الوتکه به په بل پړاو کې د فونیکس ایریزونا نه ډالاس ، واشنګټن او نیو یارک ته هم سفر کوي.
دالوتکي پیلوټان ( پیکارډ ) او ( ایندري ) دالوتکې د الوزولو نه وړاندې دښه هوا انتظار کوي او وايي ښايي دوه میاشتې وخت به واخلي څو دوی د ټولې امریکا د پاسه سفر وکړي.
د لمر په انرژۍ چلیدونکې دغه الوتکه تر څلورویشتو ساعتونو پورې انرژي ذخیره کولی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG