د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق انتخابات: د مالکي اېتلاف پوزیشن بایللی دی


د رسمي پایلو له مخې په عراق کې دوه اوونۍ وړاندې ترسره شوې ټاکنې ښيي چې د وزیر اعظم نوري المالکي شیعه برلاسی ایتلاف خپل پیاوړی پوزیشن بایللی.
دخالي په ورځ خپاره شوي نتایج ښکاره کوي چې نوموړي ایتلاف له دولسو نه په اوو ولایتونو کې اکثرې چوکۍ ګټلي دي، خو په ولسوالیو کې د غوڅ اکثریت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی ، نو ځکه اوس به دوی اتحادي حکومت جوړوي.
دعراق په مرکز بغداد کې د نوري المالکي ایتلاف له اته پنځوسو نه شل چوکۍ ګټلي دي. سیکولر ( ازادخیاله ) سني ډله ( عراقیه ) ښې پایلې نه دي ترلاسه کړي، دوی په یو صوبه کې هم تر درېوو زیاتې چوکۍ نه دي ګټلي.
د دوه زره یوولسم کال په پای کې له عراق نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دا لومړی ځل و چې د اپریل په شلمه نیټه دغلته ټول ټاکنې ترسره شوې . دغه ټاکنې ددې انځور وړاندې کوي چې د دوه زره څوارلسم کال په پارلیماني ټول ټاکنو کې به عراقي سیاسي ځواک په کوم دریځ ولاړ وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG